دخواخوږۍ او غمشريکی پيغام !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57657
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2013-11-18

سويډن – دمالموښار
په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې دخواشينۍ او ډاډ گېرنې پيغام !
په زياته خواشينۍ مودډله ايزورسنيوله لارې خبر تر لاسه کړ چي په ډنمارک کی اوسېدونکو افغان روڼ اندواوفرهنگ پالو ښاغلو عبدالمجید راغستانی او سردارخان راغستانی ،مور دورپېښی ناروغی له امله له دې دنيانه دتل لپاره سترگي پټي کړې .قالوانا الله وانا اليه راجعون
موږ پداسي حال کښي چې ځانونه ددې کورنی دټولو غړوسره پدې ستر غم کي شريک بولو،ددې درنې کورنۍ پاتي کسانوته دزړه صبر په غوښتلوسره ،مرحومې ته فردوس جنت غواړو . روح دې ښاد وي .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداري په استازيتوب
حبيب الله غمخور