پر«همېشه بهار» راډيو بريد غندو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57662

دخبریدو نیټه : 2013-11-19

 

نن ورځ سه شنبه د ۲۰۱۳م میلادي کال دنومبر۱۹مه نېټه سهار شپږبجې په جلال ابادکې پرهمېشه بهار راډيو دنامسووله وسله والو له خوابريد شوی، چې ددې ادارې مشر او یوه کارکوونکی په کې سطحي ټپيان شوي. ننګرهار رسنيز کور دا برید په کلکه غندي او له حکومتي ادارو نه غوښتنه کوي، چې ددې بريد عاملان ژر پیدا او قانوني چلن ته راکاږي.

دهمېشه بهار راډيو کارکوونکو ته دخدای له درباره اجرونه غواړو او ډاډ ورکوو، چې دختیزو سيمو ټولې رسنۍ او رسنيز بنسټونه يې په قانوني هڅو کې ترشاولاړ دي او دوی یوازې نه دي.

ننګرهار میدیوتیک ( رسنیز کور)