دصوف دخانانودکورنی له خوا ـ دفاتحی خبرتیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57729

دخبریدو نیټه : 2013-11-23

 


 په ډیره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چی د کندهارولایت وتلی قومی مشر دصوف خان حاجی باز محمد خان ( صوفوال ) د ورپیښی ناروغی له کبله د ۱۳۹۲ کال دقوس پر ۲ نیټه د سها ر په شپږو بجو او دیرش دقیقو د دی فانی دنیا څخه سترګی پټی کړی او خپل روح یی الله تبارک و تعالی ته وسپاره،
 انا لالله وانا الیه راجعون

 ارواښاد حاجی صاحب باز محمد خان (صوفوال) نه يوازي د هېواد دننه په سياسي ډګر کې فعال بلکه د مهاجرت په ډګر کې هم د روس ښکيلاکګرو پر خلاف په مبارزه بوخت شخصيت وو او د هېواد په جهاد کې نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي او د نوي نسل د ذهن په روښانولو او ملي روزنه کې هر اړخيزه ونډه تر سره کړي وه
 ارواښاد د ژوند تر وروستي سلګي پوري د کندهار دقومونو دیووالی اواتحاد لپاره نه ستړیکیدونک هلی ځلی کړی وی ، دوطن دابادی اوسوکالی لپاره یی خپل ژوند وقف کړی وو اود دوطن دابادی دزیري او هيلو په خپرولو کې خپله ملي فريضه تر سره کړي وه.
که هر څومره ووایو د صوف خان حاجی صاحب باز محمد خان ( صوفوال ) په باره کی کم دی او دا یوه ډیره غټه ضایع د کندهار او د هغه د فامیل لپاره ده او دا به ووایو چه الله تعالی دی حاجی صاحب و بخښی او محترم فامیل ته دی یی سره د ملګرو یی الله تعالی ج صبر جمیل ورکړی.

دکندهار ولایت ټول اوسیدونکی ، قومونه اواولسونه د نوموړی مړینه یوه لویه تشه ګڼی او روح ته یی د مغفرت لاسونه لپه کوی روح دی ښاد او یا دد یی تل پاتی وی.

دخدای بخښلی جنازه تیره ورځ د شنبی په ورځ دصوف دخانانو په کلی کی خاوروته وسپارل سوه اوفاتحه یی د دوو ورځو لپا ره نن دیکشنبی اودوشنبی په ورځو دکند هار په نوی ښارکی دمحمد زوپه کوڅه کی په نصیب الخیرمسجد جامع کی) اود سه شنبی په ورځ دصوف دخانانو په کلی کی دخدای بخښلی دکورنی له خوا اخستل کیږی.

ورځ : یکشنبه او دوشنبه
 نیټه: دقوس ۳ ، ۴
 ځای: نصیب الخیر جامع ، محمدزو کوڅه، نوی ښار، ۲ ناحیه کندهار
 وخت: دسهار د ۸:۰۰ بجو څخه بیا د غرمی تر ۱۲:۰۰ بجو پوری