دافغان ادبي ناستې پينځه ويشتمه غونډه پاى ته ورسېده!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57733
اسماعيل سعيدي
دخبریدو نیټه : 2013-11-24

 


د ناروې هېواد په پلازمېنه اوسلو کې د افغان ادبي ناستې غړو، يو شمير شاعرانو او د ادب او فرهنګ مينه والو پرون د ٢٠١٣ کال د نومبر د مياشتې درويشتمه د يوې پرتمينې غونډې او مشاعرې په بڼه خپله پينځه ويشتمه غونډه تر سره کړه.

د غونډې پيل د ښاغلي غلامگل مصلح صاحب له خوا د کلام الله مجيد د ځو مبارکو آيتونو په تلاوت سره وشو. د غونډې لومړى وينا د ځوان شاعر، ليکوال او فرهنګي فعال ښاغلى اجمل اټک يوسفزي له خوا وشوه. ښاغلى اټک صاحب ميلمنو ته ښه راغلاست نه وروسته په غونډه کې د ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګيانو او فرهنګپالو حضور د افتخار وړ وګڼه. دويم ويناوال د افغانستان پېژندل شوى شاعر او ليکوال استاد سيد اسحٰق دلجو حسيني و چې د شعر ويلو تر څنګ يې د ادبي ناستې له برکته د افغانانو داتحاد او يووالي په ارزښت عالمانه خبرې وکړې.
ورپسې د پښتو ژبې ډېره تکړه شاعره آغلې لينا احمد خپله يوه غزله او يوه ځلوريزه حاضرينوته واوروله اود تېرو ادبي ناستو په ځېر د ټولو حضارو تاوده هرکلي سره مل وه. همداراز د دري ژبې نامتو ليکوال او شاعر استاد محمد الله ناقد صاحب ته بلنه ورکړل شوه. ښاغلي ناقد صاحب د شعر د سبکونو په اړه يوه مختصره وينا وکړه چې د اورېدونکو پام او استقبال سره مل شوه. بيا د ننګرهار پوهنتون پخوانى استاد ښاغلى وارث خان په خپلو خوندورو هايکو ګانو سره ټولې غونډې ته يو خاص رنګ اوخوند وبخښلو.

په همدې ډول دغو اغليو او ښاغليودغونډې حاضرينو ته خپل شعرونه واورول:

ښاغلى ډګروال الحاج محمد اسحٰق امانزى، آغلې فرشته شهيد، محترم عظيم الدين عالمي صاحب، ښاغلى يونس هلمند، محترم ډاکتر صاحب پاييز، آغلې سلګى صافى، آغلې مريم عظيمي، آغلې سحر رحماني، ښاغلى مسيح احمد پاييز، مېرمن انيسه ژواک رحيمي، ښاغلى ولي خان ځمکنى، آغلې نادره صديقي، ښاغلى پسرلی ژواک او ښاغلى جاوېد نيازى.

نوموړي غونډه دکابل پوهنتون پخوانى استاد ښاغلى دين محمد کارواني له خوا وارزول شوه او د ښو پېرزوېنو په ترځ کې ېې د ادبي ناستو د لا پياوړتيا هيله وکړه.
په پای کې د غونډې له يو تن کوربه ښاغلي ډاکټر پاييز د بې شايبه هځو نه هم مننه او کورودانى وشو، او د ادبي ناستې په اړوند د آغلې سحر رحماني مسلسله هځې وستايل شوې. پورتنۍ غونډه چې د ماسپښين پر څلورو بجو پيل شوې وه دشپې پر اتو بجو پای ته ورسېده.

په درناوى