دصالح فاسق اوفاسق صالح په منځ کي فرق :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57796

دخبریدو نیټه : 2013-11-29

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي: داودهلمند
ومحترم مفتي صاحب ته سلامونه وړاندي کوم ، پس له سلامه زماپوشتنه داده : چي دصالح فاسق اوفاسق  صالح په منځ کي څه فرق شته اوکه يا ؟

الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم

 هوصالح فاسق هغه دئ چي په خپله صالح سړي وي خوپرداسي چاباندي شاهدي ديوې ګناه ادا کړي جي هغه څوک په فسق سره مشهور نه وي ، اوهغه ګنادبنده ترحق پوري تعلق نلري  ، دمثال په ډول يوه سړي دقاضي په حضور کي شاهدي اداکړه چي فلانی سړی زناوکړه او له ده ماسوا بل شاهد هم نه وي ، اويايې په يومجلس کي ديوچاعيب ښکاره کړ  ، نودغه سړي په دې سره فاسق ګرځي اوشاهدي يې نه قبليږي ، سره له دې چي دي په خپله نورصالح اونيک سړي دي، اوفاسق صالح سړي هغه بولي چي پټ دفسق کارونه کوي ، خوخلګ دده په فسق نه وي خبر دخلګو په فکر صالح وي .
[ انظر : الالغازالحنيفية ] .