ختیځ ادبي بهیر د امجدشهزاد د کتاب مخکتنه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57832

دخبریدو نیټه : 2013-12-04

 

 ختیځ ادبي بهیر د خپلو اوونیزو غونډو په لړ کې دا ځل د کوزې پښتونخوا
 هنرمند شاعر او د ملي مفکوري څښتن  امجد شهزاد د کتاب ( سندره مه وژنئ)
مخکتنه کوي. او په ویاړ یې طرحیه مشاعره کوي

 بې سرُه بې سروره بې جانانه زندګي
 د خوارو مسافرو وي څه ګرانه زندګي

 تاسو ته په دې پرتمینه غونډه کې د ګډون بلنه درکوو.
وخت: د لیندی ۱۵ نېټه د جمعي ورځ سهار ۸ بجي
 ځای: ننګرهار علمي او فرهنګي مرکز میدیوتیک