لیکوال او باروت، ناول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57842
احمدجان نوزادی
دخبریدو نیټه : 2013-12-05

    

 دویم څپرکی:

دری کاله وروسته‎:
اوس حمید لس کلن دی، په دریم ټولګۍ دی، ښه او بد ښه توپیر کولای شي، مکتب ته خو ځی، مګر تر ډیره بریده اوس د هغه د ارمانونواتل باروت دی.
کورکی یی د ځان لپاره قوماندان باروته ته ورته جامی ګنډلی، پکول او دستمال یی پیدا کړیدی، او کله چی کورته لاړشی، دریشی بدله کړی، جامی واغوندی، پایڅی یی بډ وهی، پکول پرسر کړی، دستمال په غاړه کی واچوی، د کور په کنج کی غلی کښینی، ډیر خبری نه کوی، او دا ټول یی په قوماندان باروت کی لیدلی دی. خو داکار د کور دباندی نه کوی، ځکه چی هغه پوهیږی چی دا کار ددوی ژوند ته خطر پیښولای شی.
د حمید د هیلو ژوند خورا لنډ ؤ، سهار وختی کله چې حمید غوښتل د کوره د ښوونځۍ په نیت راووزی، پلار یی په کور راننوت او زوی یی د نیمی لاری راستون کړ.
پلار یی خوښ ؤ، زوی ته یی وویل: زویه راځه نن مکتب نشته، نن د مجاهدینو دبری ورځ ده . د کمونستانو نظام سقوط وکړ! مجاهدین بریالی شول!
حمید په حیرت سره پلارته و کتل او د پلار خبره یی داسی تکرار کړه: څه! مجاهدین بریالی شول! رښتیا پلاره؟
 مامور فضلو: هو زویه! نن د مجاهدین د بری لومړی ورځ ده، نورنو که خدای کول د کمونستانو د بربریت نه خلاص شو. وطن ازاد شو.
زوی او پلاریی دواړه په کورکی کښناستل، د کور میرمنی شین چای راوړ، مامور فضلو راډیو یی روښانه کړه. راډیو داسی نغمی خپرولی:
راغی اسلام نظام وطن لره وروڼو مجاهدو مبارک مو شه
 دواړه زوی او پلار د خوښی نه په جامو کی نه ځاییدل، حمید تلوارلاره څو خپل ملی جامی واغوندی، پکول پرسر او دستمال غاړی ته واچوی او بیا د قوماندان باروت په څير ښارته راووزی، خو پلاریی اجازه نه ورکول، حالات سم نه وو، په هره کوڅی کی جګړه مار په ډلو ډلو ګرځيدل.
دورځی شپږ بجی شوی، د افغانستان ملی تلویزیون نشرات شروع کړی، نن د نورو، ورځو په پرتله نشراتو توپیر درلود. د افغانستان ملی تلویزیون په پرله پسی ډول د اسلامی نظام پیغامونه نشرول، د هرپیغام تر نشروروسته به سمدلاسه دا ترانه شروع شوه.
راغی اسلامی نظام وطن لره وروڼو مجاهدو مبارک موشه
 ددی پیام د نشر سره سم، په ښارکی غوغا جوړه شوه، د وړو او درنو وسلو ډزی د ولس غوږونه و تخنول، زړونه یی ترینه ولړزول، په یوه ثانیه کی په میلیون مرمی د شنه اسمان ولمن ته پورته شوي، کابلیان یی حک حیران کړی وه.
حمید د ډزو ډیر ډاریده، هر ډز سره به یی یوخیز اچاوه، رنګ یی سپین الوتی وو، پلاریی یی دلداری ورکول. حمید په لړزیدلی اواز دپلار نه تپوس وکړ: پلاره ، دا څه خبره ده؟
 مامور فضلو: زویه مه ډاریږه دا شادیانه ډزی دی، غواړی خپل بری ولمانځی. دی خبری تریوه بریده حمید قانع کړ، خو د ډیری ویری نه یی زړه په سینه کی درزیده. نن شپه په اسمان کی د ستوری په ځای د مرمیو سیل نڅا کول. وحید به کله اسمان ته وکتل او د سرو مرمیو سیل چی د اسمان لوری ته به لیکه شویوی ننداره کړ. خو سمدلاسه به د یوه بل راکت زړه راکښونکی اواز د حمید غوږونه و تخنول او حمید به ژر سر د کړکۍ شاته پټ کړ.

حمید چی په ژوند ډزی نه وی لیدلی په شادیانه ډزو او رښتنی جګړی نه پوهیده دپلارنه یی پوښتنه وکړه: پلاره ایا په شادیانه ډزو کی اسمان په مرمیو ولی؟
 مامور فضلو، وخندل او ویی ویل: نه زویه اسمان په مرمیو نه ولی، بلکه ددی په خاطر چی څوک ژوبل نه شی د وسلی خوله د اسمان لورته نیسی.
وحید: قانع نه شو، ویی ویل: پلاره نوکه دامرمی اسمان ته نه ځی نوایا بیرته ځمکی ته نه راځی او که راځي، نو بیا کیدای شی چی د کوم بوډا بابا، زړی موراو یاهم زما شانتی تنکی ماشوم ژوند واخلی. که داسی نه ده؟
 مامور فضلو ځواب نه درلود، هم یی ځان غولاوه او هم یی زوی، ویی ویل: زویه، خوله دی په خیر خلاصه کړه، کله چی دامرمی د اسمان نه بیرته راستنیږی نو بیا سړی وه، او دتخریب قووت یی د منځه ځی.
حمید قانع نه ؤ، خود پلار په مقابل کی یی نه غوښتل څه ووایی، غلی شو، خوسخت ډاریده.
هوایی او شادیانه ډزی ترډیره وخت روانی وی، او حمید به د هر ډز سره نیم متر دځمکی نه خیز اچاوه، خو بیا به پلار خواته رانژدی کړ، و به یی ویل: زویه، مه ډاریږه.
حمید: پلاره قوماندان باروت چیری دی چی ورته ووایو چی نوری دا ډزی ودروی؟
 مامور فضلو: زویه نه پوهیږم خدای خبر دی چی هغه غریب به اوس چیری وی، زیاته یی کړه، خدای دی وکړی چی ژوندی وی.
نیمه شپه ډزی ودریدی او حمید او پلاریی ویده شول، شپه تیره شوه، سبا دواړه زوی او پلار د دندی او ښوونځي په نیت د کوره راووتل.
سره ددی چې حمید د شادیانه ډزو سخت په غوصه کړی ؤ، غوښتل یی ترهرڅه ژرقوماندان باروت پیدا کړی او ورته ووایی چی تره دا څه دی؟؟؟؟ آیا اسلامی نظام همداسی وی؟ خوځمکه چاک شوی وه اوقوماندان باروت کی ننوتی وو. سهار وختی یی خپل ملی لباس واغوست، پکول یی پرسرکړ، دستمال یی په غاړه کی واچاوه، پایڅي یي بډ وهلی، ځان یي کټ مټ د قوماندان باروت په ډول جوړ او د کوره د ښوونځۍ په نیت ووت.
کله چی کوڅی ته راووت نو حمید حک حیران شو. هرڅه بدل وه، کوڅی، موټرونه، جامی او هرڅه بدل ؤ، داسی معلومیدل لکه په یوه شپه کی چی هرڅه چپه شوی وی، پخوانیو خلکو کډي کړي وي اوپر ځای یی نوی کډی د کوم بل بیګانه کلي نه راغلی وی. ټول وګړی د باروت په څير وه، ببرسروه، اوږدی ږیری، اوږده کمیسونه او بډ وهلی پایڅی. تنکیو ځوانان هم په دی شان ځانونه جوړ کړی وه، د وړو ماشومانو په اوږو کی ټوپک وه، حمید ځان کی ورک کړ. څلور لورو ته یی و کتل،پخوانی اوسیدونکی نه تر سترګو کیدل، داسی څوک یی و نه لید چی پطلون یی ځان کی وی، په جادو کی د پخواپه څير ښځي او جلکی بیخی نه ترسترګو کیدلی، هر څوک په منډه کی وو، داسی ښکاریده لکه یوڅه چی د واقع کیدو په حالت کی وی، دا د توپان نه مخکی خاموشی وو، حمید حک حیران ؤ، سوچ یی کاوه چی په یوه ورځ کی پخوانی خلګ چیری لاړل، حمید ددی سوچوسره ددوی په ډله کی ورګډ شو او د ښوونځی په لور روان شو. حمید سره ددی چی غوښتل یی شاوخوا وګوری د نوی نظام نه لذت یوسی، خو ماحول ډارونکی وو. هر لوری ته یي یوازی ټوپک لیدل، دحمید ګامونه بیله دی چی حمید وغواړی ګړندی کیدل، په زړه کی یی ډار ننوت او حمید یی دی ته هڅاوه ترڅو ژر ځان منزل ته ورسوی، خو اوس د هغه منزل ښوونځۍ وه.
د لاری په اوږدو کی یی بیله ټوپکو او جګړه مارو نورڅوک نه لیدل، بی وسلی کسان ډیر کم ترسترګو ګیدل، د جادی په هرو سلو متروکی د سړک په منځ یی یوه وسله واله پوسته ترسترګو کیدل، چې د سړک منځ کی به یی خپل د لیډرانو انځورونه ځوړند کړی وو. حمید به هر انځورته په ځير ځير کتل، غوښتل یی چی دباروت انځور وګوری خو دا هیله یی نه پوره کیده.
حمید چی کله ښوونځی ته ورسید، اصلا یی خپل هم ټولګی ونه لیدل، د مکتب په دروازی کی هم د قوماندان باروت په ډول، پهره داران ولاړ وه، د مکتب و مخته یولوی انځور چی لویه ږیره یی درلوده او داسی ښکاریده چی د جهاد کوم رهبر دی ځوړند ؤ، حمید یوه شیبه ودرید او د ځوړند انځور ږیری ته په سوچ کی لاړ، په زړه کی یی وویل، په ټول ژوند یی قیچی نه ده لیدلی، ډیره سپیڅلی او مقدسه ده.
زړه یی نه کیده چی مکتب ته ننوزی، یو زړه یی څو زړه کړه، او مکتب ته ننوت. د حمید حیرانتیا نوزه هم زیاته شوه.
مکتب د ځنګله په شان ګډ وډ ؤ، چوکی او میزونه هرلوری ته مات او ټوټه ټوټه پراته وه، د کتابونود کانتینر دروازه ماته شوی وه، کتابونه هر لوری ته تیت پراته وه ددی کتابو منځ کی قران شریفونه هم وه.
د مکتب ماحول زړه دردونکی ؤ، حمید د ډاره ولړزیده، زړه یی وو چی یوه لویه چیغه وکړی، خو څلور لوروته یی وحشت لیده ډیر ډاریده، په ښوونځی کی بیله مجاهدینو نورڅوک نه لیدل کید. وحید ورو ورو په شا لاړ، نفس یی په سینه کی قید کړ، ناڅاپه یی منډه واخیسته او ځان یی په یو ډول د مکتب نه وایست. نوریی زغم پای ته رسیدلی وو، د ډاره یی نفس نه خاته او اوښکی یی بیله اختیاره د باران په څیر پرنازک مخ باندی راوانی وی. شاوخوا یی نه لیدل او په منډه یی ځان کورته ورساوه. همداچی د سرای په دروازه ننوت، سمدلاسه یی خپل د زړه تڼاکه یی وچول، او په چیغو یی پیل وکړ، موریی مخته راغله، په غیږ کی ونیو، ویی ویل: زویه ولی ژاړی ایا چا درسره جګړه وکړه او که څه.‎؟ وحید پسله څوشیبو د راحت احساس وکړو مخ یی مورته واړاوه او ویی ویل: مور، زموږ مکتب ټوټه ټوټه شوی دی، نه کی میز شته نه کی چوکی، موریی د زوی اوښکی پاکی کړی، هغه یی ارامش ته راوباله، ویی ویل: زویه داجګړه ده. په جګړه خو حلوا نه ویشل کیږی، اسلامی نظام به بیرته ستاسو د ښوونځی میزونه یا ترمیم او یا به نوی ورته راوړی. حمید سره ددی چی خاموشه شوی ؤ، خو دا یی زړه نه منل چی بیا به ښوونځی ښوونځي شی.
حمید په یوه ورځ کی د قوماندان باروت د جامونه خسته شوی ؤ، خو هیله یی درلودل څو قوماندان باروت ووینی او ترینه مخامخ تپوس وکړی. پکول یی د سره لیری کړ، دستمال یی مورته ورکړ، پایڅی یی ټیي کړی، د ډاره د باندی نه واته اوپه کورکی پلارته منتظر پاته شو.
د حمید پلار هم ډیر ژر له دندی راوګرځید او داسی ښکاریدل، چی د هغه په دفتر کی و ښوونځی ته ورته حوادث رامنځته شویوی.
د حمید د پلار په وخت کورته راتګ د حمید حیرانتیا نوره هم زیاته کړه، مخ یی پلارته واړاوه، ویی ویل: پلاره ستاسو دفتر هم د ځنګله په څير ګډ وډ ؤ، کنه؟ میزونه مو ټول مات مات وه، او ددفتر کاغذونه مو د سرک په سر تیت او پرک پراته وه، داسی نه وه؟
 مامور فضلو ددی خبرو په اوریدلو حک حیران شو، مخ یی زوی ته واړاوه ویی ویل: هو زویه والله همداسی وه، ته څنګه پوه شوی.
حمید: زه خو بس خپل د ښوونځي له لیدلو وروسته حدس وهم.
پلار یی لا تراوسه هم ډاډه ؤ چی دا ټول به سم سی، زوی ته یی وویل: زویه، اوس ددی شیانو غم مه کوه، اسلامی نظام به هرڅه ورغاوی، بس یو څه موده باید هغوی ته وخت ورکړو ترڅو ستومانی یی لاړه شی.
حمید: پلاره، قوماندان باروت چیری دی زه خو هغه نه ګورم،
 مامور فضلو: په رښتیا زه هم نه پوهیږم، نه می دی لیدلی، خدای دی وکړی چی روغ رمټ وی.
د زوی اوپلار خبری لا نه وی خلاصی چی د درنو وسلو ډزو یی غوږوته راو رسیدل، زوی او پلار یی ډار کړل، نه پوهیدل، چی څه روان دی. ډزو دوام پیدا کړ، حمید د پلار نه پوښتنه وکړه، پلاره دا شادیانه دی، کنه؟
 پلار ورو مخ د زوی لوری ته واړاوه ویی ویل زویه خدای دی خیر کړی، زه خو فکر نه کوم چی دا شادیانه وی. ډزی خورا درندی دی خدای دی وکړی چی کوم ځای کی جګړه نه وی. مامور فضلو زوی ته وویل چی کورته لاړ شی او خپله ددی په خاطر چی ځان د ډزو نه خبر کړی بام ته پورته شو. شاوخوا یی و کتل، څه نه معلومیدل، بیرته د بام نه کوز شو، کورته لاړ او میرمنی ته یی د ډوډۍ فرمایش ورکړ.
د ډوډۍ خوړلو وروسته مامور فضلو جومات ته لاړترڅو هم لمونځ اداکړی او هم ځان په احوال پوه کړی. (په جومات کی معمولا د لمانځه نه مخکی پر عامو او مهمو پیښو خبری کیږی) ددی ورځي ګرم بحث په کارته نو کی ددو مختلفو ډلو ترمنځ د جګړی شروع وه، د مامور فضلو فکر وران شو، لوری او زوم یی هلته اوسیدل، د لمانځه وروسته یی دواړه لاسونه دخدای دربارته لپه کړل، او خپل د لور د سلامتی غوښتنه یی وکړه.

دوام لری