سوالګري ښځي روزل کيږي چې د خپل لاس ګټلې وخوري .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57965

دخبریدو نیټه : 2013-12-17

د کندهار د ښځو چارو رياست هغو ښځو ته چې په سوال کولو بوختي دي د حرفوي زده کړو زمينه برابره کړې ده .
د دې ولايت د ښځو چارو ريسه وايې ،  د دې لاري هڅه کوي چې مجبوري ښځي د سوال کولو څخه راوګرځوي .
دا په داسي حال کې ده چې په دې ولايت کې ورځ تر بلي د سوالګرو شمير زياتيږي .
په کندهار کې بي سوادي او بې روزګاري د دې لامل شوي دي چې دلته د سوالګرو شمير زيات  کړي .
په تيرو کلنو کې امنتي پيښو هم د زرګونو کورنيو د سر سړي اخستي او پاتي ميرمني او ماشومان سوال کولو ته اړ شوي دي .
دا مهال د کندهار د ښځو چارو رياست په ودانۍ کې سل تنې هغه ميرمني چې مخکي يې د ښار په واټونو کې بل ته د سوال کولو لاس غځوی د حرفوي زده کړو په زده کړو بوختي دي .
هغوی  ته د کاليو جوړول ، د ليپونو او خوليو اوبدل ، خامک ، د پردو جوړول  او نور لاسي صنايع ښودل کيږي . .
د ښځو چارو ريسه بي بي رقيه اڅکزۍ وايې چې تر دې مهاله يې سل تنې داسي ميرمني روزلي دي  چې هغوی همدا سوال کاوه او وروسته دوی ورته د دريو مياشتو په اوږدو کې د لاسي صنايع زده کړي ورکړې .
ريسه وايې چې هرې ميرمني ته  د ورځي سل افغانۍ هم ورکوي څو له دې لاري خپلي کورنۍ چاري مخ ته پرې بوځي او د روزني د لړۍ تر پای ته رسيدو وروسته د اړوند صنايع سامان او د کالو جوړولو دپاره برقي څرخونه هم ورکول شوي دي .
ريسه وايې اوس داسي سل ميرمني نوري هم تر زده کړو لاندي دي .
هغه وايې هڅه کوي چې د دې لاري د سوالګرو ميرمنو شمير کم او هغوی اړي کړي چې په خپل لاس ګټلي روزي وخوري نه نورو ته د سوال کولو .
په دې برخه کې بوختي ميرمني هم خوښي دي او وايې چې د مجبورۍ له مخي يې سوال کولو ته مخه کړې وه .
پنځوس کلنه سپين سرې ميرمن بي بي ګله وايې ، اوس ډيره خوښه ده چې سوال نه کوي او دلته د خامک  او کاليو جوړولو په برخه کې زده کړه کوي .
دا ميرمن وايې سوال يې ځکه کاوه چې شل کاله مخکي کونډه شوې او څو کاله مخکي يې زوی هم شهيد او اوس يې يتيمان ټول دې ته پاتي دي .
ديرش کلنه ميرمن بي بي هاجره هم وايې ، سوال ځکه کوي چې  د ګټي دپاره څوک نه لري ، هغه وايې خاوند يې پنځه کاله  مخکي وفات شوی دی او دري ماشومام بچيان لري چې د ګټي او کاروبار نه دي .
بي بي هاجره وايې ، تمه لري چې دلته زده کړه تر لاسه او په راتلونکي کې د کار کولو له لاري خپلي اقتصادي ستونزي حل کړي نه د سوال کولو د لاري .
په افغاني ټولنه کې ناامني ، زورواکي ، بې روزګاري ، د دولت نه توجه او کلتوري مسايل د دې لامل شوي چې د ټولني د زياتي برخي  د نارينه وو تر څنګ ښځي هم وځپي ، هغوی په يوه فقيره ټولنه کې را لوی شوي  او د سواد څخه  هم محرومي پاتي شوي دي .