د خواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58049

دخبریدو نیټه : 2013-12-25

 

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تېره شپه د پښتو ژبې د ځوان شاعر،ليکوال او ژورنالېست شفيع الله تاند پر کور وسلوالو بريد کړى او د هغه والد صېب يې شهيد کړى، ورور يې ژوندى وړى او دى يې هم ټپي کړى دى.
د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه له ښاغلي شفيع الله تاند سره په دغه درد ناکه او له غمه په ډکه پېښه کې ځان شريک ګڼي، مونږ د عرش څښتن ته لاسونه لپه کووو او نوموړي ته د عاجلې روغتيا او مرحوم پلار ته يې د فردوس جنت غوښتنه کوو، تاند چې د پښتو ژبې د ځوانو ليکوالو په قطار کې تل هسکه غړۍ ولاړ او د دغه ډګر خدمت يې کړى دى، هڅې يې د ستايلو دي.
د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه ياده کرغيړنه پېښه په کلکو ټکو غندي، له امنيتي ادارو غواړي چې په دغه برخه کې جدي ګامونه پورته کړي او د تاند ورور چې دا ګړۍ د وسلوالو په واک کې دى له بنده ازاد او عاملين يې ژر تر ژره ونيسي.

د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه