ښاغلي مسعودعزیزي ته مبارکي!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58053

دخبریدو نیټه : 2013-12-25


د مدني او ټولنیزوچارو فعال، د افغانستان د پرمختګ ټولني مشر او د کندهار او ننګرهار ولایتونو؛ د دفترونو پخوانی مسوول ښاغلی مسعود عزیزي د کورنیوچارو وزرات د پلان او پالیسي د مرستیال په توګه وټاکل سو.
ښاغلی عزیزي د انګلستان څخه پر دوو ماسټر ډیګریو سر بېره د افغانستان په چاروکي د ښې پوهې او فکر خاوند ځوان دی.
پر لوړو چوکیو د نااهلوټاکنه یوه تکراري او روانه خبره ده خو په وروستیو کي د با استعدادو ځوانو کدرونوګمارني باید وستایل سي. څو ورځي ترمخه ښاغلی ایمل مرجان د مخابراتو وزارت د مرستیال په توګه وټاکل سو، په نږدې وختونوکي به ښاغلی جانان موسی زی په پاکستان کي د افغان سفیرپه توګه چاري پیل کړي او نن مو د ښاغلي عزیزي زیری واورېد.
 د ګران اولسمشر پر دې اعتماد او ښه انتخاب خوشاله یم او دوستانو ته مبارکۍ وړاندي کوم.
بریا بې غواړو
هارون حکیمي
پنجاب پوهنتون - هندوستان