دنوی عيسوی کال درارسيدوپه مناسبت دمباره کی پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58103
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2013-12-31

سويډن /مالمو داچې داتير ۲۰۱۳ زکال زموږ پر هيوادوالو اوپه نړيواله کچه پر ټوله نړۍ دکومو بشری ،اقتصادی ،کلتوری اوسياسی بهرانونو ، اوښتنو له ټولوستونزوډک تيرېږي اوپدې کال موږ څومره بشري تلفات او اقتصادي ستونزي لرلې ،يادنړيوال سياسي بهران سره مخامخ وو،دابه نن شپه پر خپل حال پرېږدو، دراتلونکی کال په لمړۍ مياشت کي به هرو مروپرتيروپيښو اودتيرکال پر بهير تبصره کوو،ترڅودتيرکال تېروتنې په ۲۰۱۴ ز کال کي تکرارنکړو . زه په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې او روزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې په استازېتوب تاسو ټولودوستانو اوهيوادوالو ته چې دنړۍ په هرگوټ کې اوسی دنوی ۲۰۱‍۴ زکال درارسېدوله امله دزړه له کومی مبارکی اونيکي هيلي وړاندي کوم .هيله مند يم چې نړيواله ټولنه اوزبرځواک پر دې جگړه ځپلی ولس باندي په راتلونکی ۲۰۱۴ ز کال کښي په عملی بڼه زړه وخوږ وی اوپه رښتياسره ددې غمځپلی ملت دڅولسېزو ورور وژنې جگړې ته،داچې په هرنوم اودهرچا لخوا دوام لري دپاي ټکی کښېږ دی . ددي ټکې په پوهېدوسره چي دعيسوی نوی کال پيل کېدل اوددې نوی کالهنداره زموږ دولس پر راتلونکی برخليک رغنده تاثير لري ،اميدواريم چي افغانان دخپل هيواد دبرخليک په هکله بېله کوم بي ځايه احساساتونه،دملي پيوستون په روحيه ددې نوي کال راتلونکو سياسی حوداثوته داسي چمتو وی چې دزمان دټول آزمون نه په بری ووزو . دتاريخي تجريبوثابته کړېده چي دهيڅ بېگانه چاته وطن نسي جوړولاي داموږ اوتاسويو چي ددې هيوادپه جوړېدوکي بېله هر ډول سياسي ،مذهبي ،قومي ،ژبني توپير اوتعصب نه فعاله برخه واخلو اولکه دنړۍ نور ولسونه په سياسي درايت اوعلمی پوهی سر ه ډير ژر دبهرنيو پوځی ځواکونوددوباره ستنېدوامکانات دسولي اوثبات دراوستو په پايله کښي برابرکړو. پدې کارسره به موله يوې خواد هيواد سياسي استقلال ته دپردودشتون له سوري نجات ورکړی وي اودبلې خوابه زموږ هيواد دهغو بهرنيو دښمنانو له منگولو خلا ص کړوکوم چي ديوه غښتلي اوپر ملي ارادې ولاړ افغاني دولتي حاکميت سره دښمني لري اوغواړي افغانان دتل لپاره ددوي نصيحوتونواولارښودنوته سرټيټ کړي . په افغانستان کي ددايمي سولي اوثبات راوستولپاره ډيري اسانه او ارزانه لاري سته پدې شرط چي څوک په رښتياسره وغواړي سوله راسي . دنوی کال دمبارکي ددې پيغام پوسيله يوځل بيا په تکرار دجگړې دټولوغاړونه هيله کووچې دسولي اوتفاهم لارغوره کړي . په افغانستان کي دجگړې داڅوکلن تاريخ دا ثابته کړې چې دجگړې اوټوپک په زور هيڅ کومه ستونزه نشي حل کېداي . ددې لپاره چي دافغان وژني اوهيوادورانونې مخه نيول شوې وي افغانان بايد پخپلو کې سره جرگه شی اودپرديوله مداخلې نه پرته خپل غمځپلي هيواد ته سوله اوټېکاو راولي . موږدامسله ډيره اړينه بولوچي دافغانستان دروښانه راتلونکي ،سولي اوملي پخلاينې په خاطردټولو خوابدو خواوپه گډون يوافغان شموله نړيوال کنفرانس را وبلل سي .پدې کنفرانس کي دملي تفاهم اوپخلاينې په موخه په جگړه کي ټولو ښکېل اړخونومشرتابه يادهغوي استازو،سياسي اوټولنيزو سازمانونو،خپلواکو شخصيتو نو،قومي مشرانوديني عالمانو،دگانډيو، اروپا،امريکا ،هندوستان ،روسې ،چين اوجاپان ،کاناډااوعربی هيوادواونړيوالوټولنواستازو په گډون نړيوال کنفرانس جوړاودافغانستان کي دسولي اوثبات عملي راوستلو لاری چاری وسنجول سي . موږپدې پوهېږوچي افغانان ترهرچازيات زورېدلې اوکړېدلۍ دی،همدا لامل دی چي ترهرچا زيات سولي اوثبات ته اړتيالري . ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه پر افغانانوږغ کوی دا تاسو ياست چي خپل برخليک ټاکلاي سۍ ،اوداهم ستاسو صلاحيت دی چي دخپل برخليک په ټاکلو کښي دبل نه مشوره غواړی اوياپخپله مستقلانه پرېکړه کوی .زموږ په باور افغانان بايدپه ټول قوت تلاښ وکړي ترڅو ديومټي افغان ولس په توگه په خپله خوښه دخپل سرنويشت ټاکلو امکانات برابرکړي . دغه ټکی هم ډير اړين بولوچي ددغه کنفرانس پرېکړې دملگروملتو دسازمان دامنيت شورااو اروپايي ټولنې لخوادافغانستان په کشاله کي دښکېلو هيوادونواوپه ځانگړې توگه دافغانستان گاونډيانوباندي ومنل سي اوپر عملی کېدویې همدا نړيوال سازمان نظارت ولري . زموږ غوښتنه داده که امريکا اوناټو دافغان ولس دښېرازی اوپرمختگ سره رښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته سوله اوثبات راسي نوښه خبره داده چي دجگړې پر ځاي دافغانستان داوسنی حاکميت ټولومخاليفوډلو اوتنظيمو نوسره بې له استثنا اومخکنيوشرطونودنړيوال تظمين په ورکولوسره دپخلايني خبرې پيل شي . مخالفي ډلې هم بايد دپاکستان ،ايران اونوروهيوادونودغلامی حلقې له غاړي ايسته کړي اودخپل هيواد دملي گټو اوپدې سيمه کښي دنيمي پيړۍ روانې جگړي دختمېدوپه خاطربېله کوم شرط نه دملي مصلحتونو پر بنياد دافغانستان دبيا جوړونې ،سولي اوثبات دتامين اودټو لنې په سياسي اوقتصادي ژوندکي دفعال گډون په موخه دخبرو اومذاکرې ميزته حاضرشي . دادنړيوالي ټولنې او افغان دولت دمشرتابه دنده ده چي ددولت د مخالفينوته دنړۍ وال تظمين پر بنياد دافغانستان په سياسي اودولتي ژوندکي دفعال گډون په موخه د خبرواومذاکر ې امکانات برابرکړي . دافغانستان ددولتی چارواکو اوپه ځانگړې توگه دښاغلي حامدکرزی نه په کلکه غوښتنه کووچي ددولتي حاکميت په وروستيو مياشتوکي يوه اندازه پر دې کړېدلي ملت زړه وخوږ و ي ،خپلو ملي دندوته جدي پاملرنه وکړي،دشخصي مقام گټودساتلو په موخه افغانان دنړۍ له زبرځواکو سره په مخالفت کي ونه دروي . داپه هيڅ ډول ،هيچاته دمنلو وړنده چي دبهرنيانودميليارډونوډالروسره لا تر اوسه افغانستان دنړيوالو بې کيفيته توکودخرڅلاو بازار پاته شوۍ اوياپه نړيواله کچه لومړی هيواددئ چي دبيکارو،وږو، تږو، ناروغو اوفقيرانوشمير ئې ور ځ تر ورځي زياتېږي .دافغان دولتی چارواکولخواهمدا دوې ورځې وړاندي اعلان واسوچې په افغانستان کي يولس ميليونه افغانان ددايمی کاردنشتوالي له امله له يوشميرزياتو ستونزوسره مخامخ دی ،سره له دې چې دا احصائيه هيچادمنلو وړنده ځکه دبېکاروشمير تردې لاهم زيات دی . ايادادردونکې اودشرم خبره نه ده چي دنړيوالوسازمانوله لاري اعلانېږي چي دنړۍ بدبخته ماشوم په افغانستان کي زېږي اوياداچي افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ ترټولو سخت ځای دی .ددريم څل لپاره افغانستان ددولتی فساددلمړی درجې ککړهيوادپه نوم اعلانېږي ،ددې فسادترڅنگ افغان ولس ددولتی چارواکو او زورواکانوترظلم اوستم لاندی شپې سباه کوی اوچيغۀ ئې څوک نه اوری . په افغانستان کي دکرهڼې اومالدای ودي ته هيڅ ډول پاملرنه نده سوې،صنعت اوسوداگري خوپرېږده . تراوسه لاددې هيواد تر (( ۷ )) ميليونو زيات وگړي دخوراک ډير کم خواړه ترلاسه کولاي سي داچي دعادي ناروغيوله امله چي درملنه ئې ډيره ساده ده په زرهاو انسانان خپل ژونددلاسه ورکوي داچاگناه ده ،داټولی ناخوالی چا افغان ولس ته ډالی کړي ؟؟؟ زه ديوافغان په توگه دتاريخي لاسوندونواوحقايقوله مخې دخپلې ټولنې دمشرتابه په استازېتوب داخبره کولاي سم چې زموږ دهيواد دتاريخ دپېړيوتجربو په تکرار دا ثابته کړې چې دا غيرتی ملت په ناز ، خواخوږ ۍ اودرناوی ارزي . هرچاچې دې ملت ته ددرناوی او احترام په سترگه کتلې،دې ملت ئې په سل گونه ځله احترام اودرناوی کړئ . پدې تاريخی اوکلتوری اصل باندي په پوهېدوسره موږ افغانان اونړی واله ټولنه دصادقانه گډکاراوزيارپه برکت کولاي سودخپل هيوادټولي راپېښي ستونزي پدې راتلونکی ۲۰۱۴ کال کې بېله کومې ستونزی حل کړو . هيله منديوپه نوۍ ۲۰۱۴ کال کښې دلوي څښتن په کرم اومرحمت داولس دسولي اوسوکالی پر لور گامونه پورته کړي . پدې هيله چې داپه دقدرت پر سر جگړه کي کړېدلې اوزورېدلی ولس يوه ورځ ارام ،بسيا اوښېرازه ژوندولري . وياړپه افغان غيرتی اوهوښيار ولس . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب دروزگان ملي مهالنۍخپروني مسؤل حبيب الله غمخور