لیکوال او باروت ناول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58178
نوزادي
دخبریدو نیټه : 2014-01-05

    

 شپږم څپرکی:
مامور فضلواو دهغه زوم سهار د لمانځه د آداکولو وروسته په داسی حال کی دچهار ده په نیت له کوره ووتل چې په کور کی یوازی د مامور فضلو میرمن ورباندی خبره وه، تر باغ بالا پوری په موتر کی لاړل، هلته د موټر نه کوز شول، دواړه د پولیتخنیک تر څلور لاری ورسیدل، څلور لاری خالی وو، نه کی پهره دار ښکاریده او نه هم ترافیک، په څلور لاری کی دیوه دیوال و پناه ته ودریدل، مامور فضلو د سیلو جادی ته نظر واچاوه، جاده خاموشه وه، هیڅوک نه ښکاریده، خوشحال خان همداسی خاموشه وو، داسی معلومیدل لکه چی ژوند دلته ختم شوی وی. د مامورفضلو قدمونو ورسره یاری نه کول، فکریی ویل چی بیرته کورته وګرزی خو زړه یی بیا پخپلو جامو پسی چی په چهارده کی ترینه پاته وی کښاند وو، دوه متضاد فکرونه د فضلو ذهن مصروف کړی و، زوم ته یی مخ واړاوه، او ویی ویل ایت کرسی ولوله او پر ځان یی چوپ کړه، لار ډیر خطرناکه ده، د حتمی مرګ سره مخ یو، یوازی لوی خدای کولای شی موږ وساتی، مامور فضلو پخپله هم څو څو واره ایت کرسی ولوستل او پر ځان یی چوپ کړل، مخ یی زوم ته واړاوه ویی ویل: یا الله، دواړو ځانونه پر لوی خدای ج وسپارل او د چهارده په لور یی حرکت وکړ.
سیمه د خلکو خالی وه، جاده ډارونکی وی. په سیمه کی یوازی سپی چی شه اباد وو ترسترګو کیدل، داسی ښکاریدل چې په خيټه پوره ماړه وی خو مامور فضلو نه پوهیده چی د سیمی سپی د انسانانو په غوښو ماړه دی، څوک نه ښکاریدل، ډیر کورونه وران وو، اوسیدونکی یی تللی وو او سیمه متروکه شوی وه. مامور فضلواو زوم یی په ګړندیو ګامونو ځانونه هدف ته نژدی کول او لاره یی لنډوله. د غرمی په شاوخوا کی سیمي ته ورسیدل، یوه کوڅه یی په بلی پسی تر پښو وایستل او خپل کوڅی ته داخل شوه، ددوی کوڅه هم د نوری سیمی په څیر متروکه او ډارونکی وه، په سیمه کی څوک نه ترسترګو کتل، مامور فضلو زوم ته مخ واړوه ویی ویل: ښه ویلی دی چی سیمه په ولس ښایسته وی. زوم یی هم د سر په اشاره د خسر خبره تایید کړه، دواړه دمامورفضلو سرای ته ورسیدل او دیوی د وحشتناکه منظری سره مخامخ شول، دسرای لویه دلرګی دروازه د بیخه وتی وه، د کورو دروازی او کړکۍ د بیخه وتی وی، هیڅ هم موجود نه وو، داسی ښکاریدل چی لس ګونه کلونه مخکی له دی ځایه کډه شوی وی. نژدی و چې دمامور فضلو زړه د حرکت نه ودریږی، د ځان وریښتیان یی شخ شخ ودریدل، ډاریی په زړه کی ورننوت، وجود یی ولړزید، دیوال یی ونیو، دیوال ته یی تکیه وکړه، او ورو ددیواله سیوری ته کښیناست. یوه شیبه یی هرڅه تر ځغلنده نظر تیرشول. عقل یی کار نه کاوه او فکریی دا نشوای منلای چی دا ددوی کور دی او یوازی یوه اوونی مخکی دلته ژوند موجود ، سوچ کی لاړ، مامور فضلو، هغه څوک و چی خپل د عمر یوه لویه برخه یی د اسلام او وطن ددفاع لپاره د ظالم کمونستی پلوه نظام په وړاندی مبارزه کړی وه. خو د مبارزی ثمره یی په وطن کی کور په کور شخړی وی او دي یی هم و کډی ته اړ ایستلی و.
مامور فضلو فکر را ټول کړ ژبه یی ګنګی شوی وه، د خبرو لویدلی و، ورځ هم د تلو په حال کی وه، څه به یی کول، باید ځان د سیمی ایستلی وای، نظر یی د سرای غولی ته واړاوه، سترګی یی په یوه لوی چلم چې تر ډیره د چرسو و چلم ته پاته کیده اود توت تر لویی ونی لاندی چی دسرای په یوه ګوښه کی ولاړه وه ولګیدي، ځان یی ورنژدی کړ او په دی ډاډه شو چی تر دی ونی لاندی د چرسیانو د بانډار دیره جوړه شوی ده، ویره یی نوره هم زیاته شوه، مخ یی زوم ته واړاوه او ویی ویل: هله تلوار کوه، دلته ستنیدل سلا نه ده باید ژر ځان له دی ځایه وباسو خو دوی لا نه وتلی چی د جګړه مارویوه ډله ببرسرونه او بډوهلی پایڅی د مامور فضلو په سرای ننوتل، ټوپک یی د مامور فضلواو دهغه د زوم لورته ونیول اوداسی یی وویل:
څوک یاست او دلته څه کوی؟
 مامور فضلواو زوم یی حیران پاته وو، مامور فضلو سخت ډار شوی و، وحید یی سترګو ته ودرید او په یوه شیبه کی یی د مرګ شومه منظره و سترګو ته ودریدل، خپل مرګ یی رڼو سترګو لیده، کوښښ یی کاوه ترڅو خپل ډار پټ کړی او ځان د زوم په وړاندی قوی و ښيي، خبر نه وو چی زوم یی له ده بد تره ډار شوی و، مامور فضلو داسی ځواب ورکړ: وروره تاسو څوک یاست زه خو مامور فضلو یم، دامی کوردی او راغلی وم چی احوال یی واخلم او داسی ښکاری چی زوی مړو زما هرڅه لوټ کړی دی.
جګړه مارانو چی دمامور فضلو خبری واوریدی، غصه یی را وپاریدل، دا ځکه چی دمامور فضلو کډه دوی بار کړی وه، او د مامور فضلو سرای د ځان لپاره ساقی خانه جوړه کړیوه، داسی نشوای کولای چی مامور فضلو روغ ترینه لاړشی. ټوپک یی مامور فضلو او دهغه زوم ته ونیول، ویی ویل: حرکت مه کوئ، غلو!! موږ په تاسو پسی په شپو ګرځو خو تاسی اوس په سپینه ورځ زموږ په لاس راغلی.
مامور فضلو او زوم یی حک حیران وو، پخپل کورکی یی په غلا نیولی وو. وجود یی د ډاره لړزیده او هره شیبه ددی خطر موجود و چی جګړ مار ماشه کړی او ددوی دواړو ژوند ختم کړی. دواړه بی حرکته پاته وو.
جګړه مارو د مامور فضلو او دهغه د زوم جیبونه تلاشی کړل، یوازی یو څو روپئ چی مامور فضلو او زوم یی دلاری د کرا لپاره د ځان سره اخیستی وی ومیندلی، دی کار د جګړه ماروغصه وپارول او دواړه مامورفضلو او دهغه زوم یی د منډوی په نرخ یی و ډبول، دواړه یی دومره ووهل چی د حرکت نه یی وغورځول، هر یوه پخپل وار باندی د کنداقونو واری پی وکړل. سر او ورځی یی ورماتی کړی، بیا یوه ټوپکی هغه بل ته مخ واړاوه، ویل یی چلم راواخلی چی ځو، دلته نوره نشه مزه نه کوی او بیا د سرای نه ووتل.
سره ددی چی دواړه مامور فضلو او زوم یی بی هوښه پراته وه خو عقل یی کار کاوه او په دی خوښ وو چې جګړه مارو هغوی مړه نکړل، مامور فضلو پسله څو شیبو پر حال راغی شاوخوا یی وکتل، څوک نه ښکاریدل او داسی ښکاریدل چې جګړه ماران د سیمی تللی وو، زوم یی وخواته پروت وواوزګیروی یی کاوه، دواړو چانس راوړی وو، ژوندی پاته وو. مامور فضلو ورو وویل: یومی بچوڼی دی واړه بل بی وسی ده مرګیه صبر کړه وختی ده. ولاړشو، زوم یی هم راولټاوه دوی پښی خپلی وی او دوی یی نوری قرض کړی، اودواړه په منډه د سیمی نه ووتل.

د مامور فضلو میرمنی ټوله ورځ د سخت انتظارسره تیره کړه، پسله غرمی نه یی سترګی دسرای دروازی ته پاته وی، ددیواله سیوری وار په وار د لمر د وړانګو ځای نیوه، لمر هم په ورو ورود مغرب به په لور خپل سفر لنډاوه، د مامور فضلو میرمنی بدنۍ واخیستل اودس یی وکړ، لومړی یی دوه رکعته نفل و ګزارل بیا یی لمونځ یی ادا کړاو دواړه لاس یی د الله دربار ته لپه کړل: یوه اوږده دوعا یی وکړه او د لوی خدای ج ددربار نه یی خپل د خاوند او زوم د ژون غوښتنه وکړه. ددیوال سیوری ته یی ډډه ووهل او دوی سترګی یی د سرای ودروازی ته پاته وی، هر ځل چی به دروازه خلاصیدل، د مامور فضلو د میرمنی هیلی به و ټوکیدلی خو همدا چی بل څوک به په دروازه راننوت نو ژر به بیرته نا هیلی شوه. لمر ورو، ورو خپلی وړانګی ټولولی او ورځی خپل ځای د شپی و توری بړستنی ته خالی کاوه، د مامور فضلو د میرمنی اندیښنه هم زیاتیدله، دماښام لمونځی یی ادا کړ، دوه رکعته د حاجت رواکولو نفل یی و ګزارل، لاسونه یی ددوعا د پاره لپه کړه، مړی اوښکی یی دمرغلرو په څیر پر مخ را ورغښتلی اوورو یی و ګریوان ته راکښته شوی، ډیر مړی او پیران یی د قبره را وایستل او دلوی او بخښونکی خدای ج و دربارته یی واسطه کړل، او خپل د خاوند او زوم د ژوند غوښتنه یی وکړه، داسی معلومیده لکه چې خدای ج یی دوعاګانی قبولی کړی وی. د حرکت توان یی نه درلود لاس او پښو یی ورسره یاری نه کول، د جای نماز یوه څنډه یی کت کړه او بیرته ودروازی ته مخامخ کښیناستل او سترګی یی دروازی په لور څلور شوی، خو داسی معلومیدل چی خاوند یی په ابدی سفر تللی وی. چپه سترګه یی یی ډیره پریدل او بد زیری یی ورکاوه، خو کله کله به یی ښی سترګه وپریدل او بیا به یی د مامور فضلو میرمن ارامش ته را وبلل.
وحید هم د نوی کور په پیدا کیدو سره خوشحاله و، هیلی یی ژوندی شوی وی او فکر یی کاوه چی ډیر ژر به بیرته ښوونځۍ ته ستون شی، لوست به دسره پیل کړی او خپل دراتلونکی ته امید واره و. ورځ یی نیمه د سرای د باندی او نیمه یی په داخل د سرای کی په لوبو تیره کړه. ښه ستومانه شوی و، ځان یی د مور سره یوځای کړ، سر یی د مور پر زنګانه پریښود، مور یی هم دناز لاس پر سرا را کش کړه، وحید د مورنه یی د پلار پوښتنه وکړه، څنګه می پلار نا وقته کړ؟
 د وحید دمور صبر نور ختم شوی وو، خبره یی و نه شوه ساتلای لاس یی د وحید پر سر پریښود ویی ویل: زویه پلار دی د اخښی سره کلی ته تللی دی ترڅو جامی راوړی، دوعا وکړه چی په خیر سره بیرته راستون شی. دی خبری د وحید اندیښنه هم زیاته کړه. ما ښام تیاره شوی و، دوی ټول د سرای پرغولی راټول وو، او همدا خبری سره کولی چی دروازه و ټکیدل، وحید یوه د خوشحالی چیغه وایسته ویی ویل هغه دی پلار می راغی، منډه یی واخیسته دروازه یی خلاصه کړه اوسترګی یی پرخپل پلار او اخښی ولګیدی او په یوه شیبه کی یی خوشحالی په خپګیان بدله شوه. دواړه خسر او زوم ماتی ورځی په سرای را ننوتل. دیوه لوری ټول په دی خوښ وو چی مامور فضلو او زوم یی ژوندی را ستانه شوی وو خو دبل لوری داچی ددواړه ورځی ماتی وی او ډیر لت یی خوړلی وو، سخت خپه وو. مامور فضلو بیله دی چی د چا سلام ته، وعلیک ووایی، سمدلاه په کور ننوت ، ځان یی د بستر دپاسه خطا کړ، ماشومان یی پری راټول شول.

د مامور فضلو لور دستی د لږ ګرمی اوبه د پاکی ټوټی سره راوړی او د خپل پلار او خاوند د زخمونو په پاکولو او پټی کولو یی شروع وکړه، د مامور فضلو زوم سره ددی چی دمامور فضلو برابر ډبول یی خوړلی وو خو غیرت یی اجازه نه ورکول چی ډیر شکایت وکړل او په دی خوښ وو چی ژوندی پاته شویو و، دمامور فضلو د کورنی د خوشحالی چاپیریال یو دم خپل څیره بدله کړه وه. وحید د پلارسرته کښیناست لاس یی پر ټنده ورتیر کړ ویی ویل پلا ره ډیر یی ووهلی؟ پلاریی ورو سترګی د وحید پلو واړولی دوی غټی اوښکی یی د مرغلرو په څیر د سترګو را ورغړیدی دمخ نه یی تیری او په ګڼه ږیره کی یی ورکی شوی، وحید یی د ځان په لور را نژدی کړ او ورو یی وویل زویه ښه یم، بس یوڅه ستومانه شوی یم، مامور فضلو نور نو دروغ نشوای ویلای، نه یی ځان غولولای شو او نه زوی، خو غریب مامور فضلو د رښتیا ویلو توان هم نه درلود. میرمن او د کورنی غړی پی راټول وه، لوریی سمدلاه چای راوړ، میرمنی یی د ډیپرینو پاکت را واخست ویی ویل، سړیه دا وخوره ستومانی به دی کمه او دردونه به دی سپک کړی.
د چهارده پیښی نه تنها داچی د مامور فضلو پر سر او صورت باندی زخمونه پری ایښی وو، بلکه له هغوی نه ژور زخمونه یی دماور فضلو پر زړه باندی ايښی وو. او همدا سبب شو چی مامور فضلو په اونیو په بستر کی ولوید.

دوام لری