فلوجستون او انتي فلوجستون نظريي(دوهمه برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58225
عطاالله میرزاخېل
دخبریدو نیټه : 2014-01-09

د فلوجستون په نظريې باندې نقد:
دغه نظریه د لاوازیه د نظريې له خپریدو مخکې :
- یواځې د کیمیاوي تعاملاتو د سرته رسیدو لاملونو او د نسبتا ګټورو معلوماتو د راغونډیدو لامل شوه.
- د ارسطو د نظريې د بشپړ ردیدو او د کیمیا ګري د کارونو د منسوخ کیدو لامل شوه.
- د نوو مسایلو د مطرح کولو لامل شوه چی نوو څیړنو او تفکر ته يې اړتیا لرله، او د هغه وخت زیاتو پدیدو ته یی د شونتیا تر بریده توضیحات وړاندې کړل.
- خوځینې دلایل یې داسی فریب ورکوونکي وه چی د ورځې د ستونزو څخه يې تر ډیره بریده نظر واړوه.
- هیڅ وخت د فلوجستون په جلا کولو بریالي نشوه بلکې هایدروجن يې چی یو کیمیاوي عنصر دی فلوجستون ګاڼه.
- هغه دقیقې څیړنې چی د لاوازیه په وسیله سرته ورسیدې پایلو يې د فلوجستون نظريې سره مطابقت نه لره.
په همدې اساس دغه نظریه د یوې پیړی په تیریدو سره د موانعو سره مخامخ شوه چی په پایله کی رد شوه.
د انتي فلوجستون نظریه او د غازاتو کشف:
د لاوازیه ټولې څیړنې چی د فلوجستون د ردیدو لامل شوې د انتي فلوجستون په نوم شهرت لري چی دلته ورڅخه یادونه کوو.
د سوزیدو په هکله د لاوازیه نظریه:
د لاوازیه په نظر د موادو سوزیدل په هوا کی د عناصرو ترکیب کیدل د هوا اکسیجن سره دي یعنې هغه د فلوجستون د نظرېې په خلاف ثابته کړه چی د فلزاتو اکساید یوه مرکبه ماده ده او خپله فلز یوعنصر (ساده ماده )ده.که چیرې فلز په یو سر تړلي لوښي کی بی له اکسیجن څخه تودوخه ورکړل شي کوم تغیر پکی نه راځي، هغه پدې اند وو چی واقعي هوا (اکسیجن)خپله یوه اصلي ماده او یوه ماده د اور(نوري ماده) ده.د اصلي موادو د سوزیدو په وخت هغی ته جذبیږي او د سوزیدونکو محصولاتو د وزن د زیاتوالي لامل ګرځي او اورینه ماده هم د حرارت په شکل (یا نور په شکل) خارجوي.
د شونتیا تر بریده ګمان کیدای شي چی د لاوازیه دغه نظریه د فلوجستون نظريې سره ورته والې لري ولې باید پام ولرو چی ددې نظريې طرفدارانو هغه د سوزیدونکې مادې جز او محتوا ګڼله ، په داسی حال کی چی د سوخت ماده لاوازیه د اکسیجن برخه ګڼله.
د عناصرو د سوزیدو محصول یود بل سره ټولیز تفاوت لري یعني د عناصرو یو ګروپ چی هغه یې غیرفلزات نومولي وو د سوزیدو په صورت کی په تیزاب تبدیلیږي (لکه سلفر،فاسفورس،ارسنیک،کاربن ............اونو ر.) او بله ډله چی فلزات نومول شوي وه دغه ډول خاصیت نه لري او فلزي اکسایدونه جوړوي چی قلوي خاصیت لري.
د لاوازیه نظریه د اوبو د تشکیل په اړه:
لاوازیه په ۱۷۷۰ کال کي ثبوت ته ورسوله چی د پخوانیو د نظریو خلاف اوبه په خاورو د بدلیدو وړتیا نه لري، د ۱۷۸۳ او ۱۷۸۵ کلونو په مینځ کې د کاوندیش، پریستلي او مونژ د ازمایښتونو په تکرار د اوبو په اړه په دقیق ډول ثابته کړه چی اوبه په حقیقت کې د اشتعال پذیرې هوا او اکسیجن له ترکیب څخه د شعلې یا جرقې په ګاونډ کی مینځ ته راځي.
اوبه →شعله یا جرقه ـــــــــــــــــــ اکسیجن + اشتعال پذيره هوا
 لدې لحاظه هغه په ۱۷۸۹ کال کې اشتعال پذیره (سوزیدونکې )هوا د اوبه جوړونکي عنصر (هایدروجن ) په نوم ونوموله.
د لاوازیه نظر د فلز او اسید د تعامل په اړه:
دې ته په پام سره چی تیزابونه په محلول حالت فلزاتو سره تعامل کوي،هغه اوبه پدي تعامل کی د تیزاب او فلز تر مینځ تعامل کې د کتلسټ په ډول په نظر کې نیولې او د تعامل میکانیزم يي په لاندې ډول ده:
هایدروجن + د فلز اکساید →فلز +اوبه
 مالګه →د فلز اکساید+اسید
-----------------------------------------------
هایدروجن+مالګه→اوبه+ فلز +اسید
 وړاندې نظریه Antiphlogistonد لاوازیه ددې څیړنو پایلې وې چی د هغه د انتي فلوجستون
 کړي، د هغه ازمایښتونه وه کوم چی په اکسیجن سرته ورسیدل او داسی پایلې یې په لاس راوړې کومی چی د فلوجستون سره مطابقت نه درلود، نو ځکه دغه نظریه یوه پیړی وروسته د موانعو سره مخ او رد شوه