داستاذحق ؛

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58233
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2014-01-10

 

مفتي  :

ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي:محمدانور .

زماپوښتنه په دې ډول ده  : چي داستاذ دحقوقو په اړه که لنډجواب راته وليکی چي داستاذ څه څه حقوق دي ؟ ستاسو دجواب په انتظار .

 

الجواب ومنه الصواب :


محترمه ! داستاذ له حقوقو څخه يوحق دادی چي شاګرد به داستاذ حق پر پلارکه چېری پلارااستاذدزوی نه و اودارنګه دټولو مسلمانانوپرحقوقو باندي مخته کوي .

علماوو فرمايلي دي : چي داستاذ حق ډېرضروري دي دپلارله حق څخه ، ځکه چي موراوپلار دانسان په ظاهري اوصورتي  پياوړتيا کي لاس لري، اواستاذ دانسان دباطني  او روحاني پرمختګ اوترقی سبب دی.  . [ تتمة/۹/مطبع لاهور].