دقيامت په ورځ ترټولو داذان کونکيو غاړي اوږدې وي :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58235
دارالافتاء ابوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2014-01-10

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي : جاويد .

مااورېدلي دي چي دمسلم شریف د ص۲۴۲/۳۸۷په يوه  روايت کي راغلي دي چي دهغوکسانو چي اذان کوي ، يعني دمؤذنينو به دقيامت په ورځ ترټولو اوږدې غاړي وي .
اوس په دې مبارک روايت کي زما پوښتنه داده چي له اوږدو غاړو څخه څه مطلب دی . ستاسی دجواب په انتظار .

 

الجواب ومنه الصواب :

محترمه وروره ! ځينی علماوو فرمايلي دي چي  : دقيامت په ورځ به ځيني خلګ تږي وي اوځيني به اوبه وي ، اوانسان چي کله اوبه وي نو دده غاړه هسکه اولوړه وي  ، اوچي کله تږی وي نو هومره يې غاړه ټيټيږي
نومطلب دادي چي اذان کونکي به ترټولو خلګو ډېر اوبه وي لهذا به ددوی غاړي هم ترټولو نورو خلګو اوچته وي . [ کشف الخفاء ۳۸۴/۲].

اويايې مطلب دادئ چي کله چي دقيامت په ورځ خلق په خولو کي غرق سي نو داذان کونکيو غاړي به ترټولو اوږدې وي ددې دپاره چي په خولو کي غرق نسي . 
اويايې دا مطلب دئ چي دوئ به سرداران اومخور خلګ وي ، ځکه چي دداسي چاصفت په عربو کي په اوږد غاړي سره کيږي .


اوچاويلي دي چي مطلب له دې چي ددوئ غاړي به اوږدې وي دادی چي ددوی اتباع به ډېروي .
اوچاويلي دي چي مراد له دراز والي دغاړو ددوی څخه دادي چي ددوی عملونه به ډېر وي .
. [ الديباج للسيوطي / ج۲/ص۱۲۲].