داذان اواقامت په وخت ولی شیطان تښتي :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58236
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2014-01-10


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي : انور
زماپوښتنه داده چي په دې کي څه حکمت دی چي داذان اوداقامت دکېدلو په وخت کي شیطان ځغلي اودالله پاک دبل ذکر دکولو په وخت کي اودارنګه دلمانځه دکولو په وخت کي دی ځغلی نه  بلکي وسوسې لاوانسان ته وراچوي .

 

الجواب ومنه الصواب :


محترمه وروره ! ابن حجر عسقلاني رحمه الله تعالی   دفتح الباري په دوهم جلد کي ددې داسي جواب کړیدی چي په دغو دوو وختو کي دي ملعون ځکه ځغلی چي دقيامت په ورځ دمؤذن اوداقامت کونکي لپاره شاهد اوګواه جوړ نسي .
ځکه هرڅوک چي دمؤذن ږغ اوري نو هغه به دقيامت په ورځ دده دپاره ګواه وي