د غزل بڼ د مالیار استاد پسرلي بابا روح دي ښاد وي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58271
نعیم افغان
دخبریدو نیټه : 2014-01-13

   

 په خواشنۍ سره خبر سوو چي د پښتو ادب ځلانده ستوری، ستر لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی بابا له دې فاني او ناځوانه نړۍ څخه وکوچيدی.
انا لله و انا الیه راجعون( القرآن)
په هرات ولایت کي د سپيني ادې د ټولني ټول غړي د استاد په مړینه تر حد زیات خواشیني دي او په دې ستر ویر کي د ارواښاد استاد بابا له کورنۍ او ټولو افغانانو سره ځان غمګین احساسه وي. ټولو خواخوږو ته یې له الله جل جلاله څخه جمیل صبر او اروښاد ته جنت فردوس غواړي.
روح يې ښاد او یاد یې تل تر تله ځلاند.
د سپيني ادې ادبي او کلتوري ټولنه- هرات