اړتیا، اړتیا، اړتیا، هیله ده چی رایه ورکړی !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58273

دخبریدو نیټه : 2014-01-13

ګرانو قدرمنو وروڼو او خویندو کله چی ما په هالنډ کی د امستردام په پوهنتون کی د طب په څانګه کی زدهکړی کولی د پوهنتون ۸۰ سلنه کتابونه په انکلسی ژبه وو خو د انګلسی ژبی له امله چی نه می وه یاده، د ډیرو کړاونو سره لاس او ګریوان وم . هغه لومړۍ ورځ می تر اوسه هم له یاده نه ده وتلی چی کله ما د بیولوژی کتاب راواخیست او له غرمی تر مازدیګره پوری می یوازی او یوازی د یوی پاڼی یو مخ د لغتنامی(ډیکشنرۍ) په کومک سره هالنډی ژبی ته وژباړه او پری پوهیدل خو لا پاتی وو، خو ډیر مایوسه شوم دا ځکه چی همدا یو کتاب تقریپا ۶۰۰ مخه وو نو د ځان سره می فکر وکړ چی په دوو کالونو کی به وکولای شم چی هم دا یو کتاب د ډیکشنرۍ په واسطه لومړی هالنډی ژبی ته ژباړه او بیا به یی لولم او نور مضمونونه خو لا پر ځای پریږده.
اګر چی هالنډ ډیر کوچنۍ هیواد دی او د ۱۶۰۰۰۰۰ میلیونو په شاوخوا کی وګړی لری او په ټوله نړۍ کی ډیر کم وګړي په هالنډی ژبه خبری کوی خو د نیکه مرغه بیا هم هالنډیانو خپلی ژبی ته ( چی ډیره ګرانه ژبه هم ده) ډیر کار کړی دی، داسی کتاب به نه وی چی دوی خپلی ژبی ته نه وی ژباړلی هالنډیانو په هر برخه کی خپلی ژبی ته ډیر کار کړی دی، چی له هغی جملی څخه یی یو هم د ګووګل د ژباړی څانګی ته هالنډی هم ورداخله کړی ده. نو کله چی ما په ګووګل کی همدغه د ژباړی (http://translate.google.com/)) پاڼه پیدا کړه نو هر انګلسی مضمون به می ژوندی ورواچوه اخوا ته به مات ګوډ په هالنډی ژبه راووت . د مات ګوډ نه می مطلب دا دی چی دغه د ګووګل پاڼه تاسو ته یو مضمون کټه مټ نه شی ژباړلی خو لکه څنګه چی ما د بیولوژی پر یوه پاڼه نیمه ورځ تیره کړی وه او له انګلسی می هالنډی ژبی ته ژباړلی وو تر هغه خو څو واری ښه او ګټور دی چی می د ډیکشنرۍ په مرسته ژباړه.
باید بیا هم یادونه وکړم چی د ګووګل Google) ژباړه سل په سلو کی یو مضمون هغه ډول چی وی نه ژباړی خو که یو څوک يه کومه ژبه نه پوهیږی نو ورسره یوه اندازه کومک کولای شی چی عاجل مشکلات پری یو اندازه حل کړی او ورسره کومک وکړی.
نو زما هیله د پښتنو وروڼو او خویندو دا ده چی ورځینه په فیسبوک کی سندری اوری او په ساعتونو ساعتونو خپل قیمتی وخت هسی ضایی کوی، راشی دوی دقیقی زحمت وباسی او هغه کمپین (http://chn.ge/1cRhbtA )چی زموږ یو افغان ورور په کار اچولی دی ورسره کومک وکړی چی هدف یی د پښتو ژبه د ګووګل د ژباړی یاhttp://translate.google.com/)) څانګی ته داخلول دی خپله رایه ورکړی ټر څو د ګووګل د مسولینو لخوا پښتو ژبه هم یادی شوی څانکی ته وردا خله شی. پدی سره به پښتانه وکولای شی چی له هری ژبی څخه لغتونه او مضمونونه په پښتو په نسبی ډول وژباړلی شی.
افغانان کولای شی چی د لاندی اړیکی (لینک) له لاری خپل لاسلیکونه ولیږی.
http://chn.ge/1cRhbtA


یادونه:
کله چی تاسو دا پورتنۍ اړیکه خلاصه کړی تاسو به یوه فرمه پیدا کړی او په هغه فرمه کی به خپل نوم تخلص او پوره ادرس ولیکی او دلایل به هم ووایی چی ولی غواړی پښتو ژبه د ګووګل د ژباړی څانګی ته شاملول غواړی، واضع کړی.
مننه
 ډاکټر ګل مر جان منګل
 ۲۰۱۴-۰۱-۱۲