د استاد محمد صدیق پسرلي لپاره ځانګړې شوې ویب پاڼه له یو ځنډ وروسته بیا پرلیکه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58275
محمد عیسی ستانکزی
دخبریدو نیټه : 2014-01-13

   pasarlay.com چې د افغان لیکوال او غزلبول شاعر استاد محممد صدیق پسرلي اثارو او شعرونو ته ځانګړې شوې ده له یو ځنډ وروسته بیرته فعاله شوه.
په دې ویب پاڼه کې د استاد غزلونه ، نظمونه ، څلوریزې ، لنډې کیسې او دغه راز د استاد د شاعرۍ او لیکوالۍ په هکله دنورو لیکولانو او شاعرانو لیکنې او شعرونه لوستلی شئ.
په ویب پاڼه کې داستاد عکسونه او دغه راز د استاد په هکله ویډیويي او راډیويي پروګرامونه هم موجود دي .
له قدرمنو لیکولانو او شاعرانو هیله کوو که چیرته د استاد په هکله کوم مضمون او یاعکس او ویډیو لرئ موږ ته ېې رواستوئ چې په سایت کې ېې خپاره کړو.
دغه راز که د سایټ په هکله نظر اویا نیوکه لرئ د سایټ د تبصرو برخه کې ېې له موږ سره شریک کړئ.
ویب پاڼې ته ددغه لینک په کیکاږلو سره ورتلی شئ .
www.pasarlay.com