استاد پسرلی نه دی مړ!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58283

دخبریدو نیټه : 2014-01-13

سهارچي مي  د بي بي سي ویبپاڼي پر خبرسترګي ولګېدې (د پښتو ژبې وتلی شاعر او لیکوال صدیق پسرلی ومړ) په نه بیانېدونکي غم کي؛ هېښ پاته سوم! دروند، مبتکر، متفکر، دقیق، محتاط، خواریکښ او د سالم شخصیت خاوند، شاعر او لیکوال د تن له زندانه روحي ازادي اخیستې ده خو موږ یې د  درانه حضوره په فزیکي معنا بې برخو سو.
د داسي ژور غم وړلو توان که مو له یوې خوا په ذهني اوږو کي نسته خو د ژوندانه ابدیت یې بیرته هغه ډاډ دی چي تکیه پر کولای سو. د استاد کار، زیار، افکار، لیکني، د ژوند ثمره علمي کورنۍ او اثار ژوندي دي. یعني استاد نه دی مړ.
ځیني شخصیتونه په خپل وخت کي غوړیږي خو هغه چي د ټولني تر سطحي لوړ ږغیږي، وختونه وروسته پېژندل کیږي او د تقدیر عروج ته رسیږي؛ استاد پسرلی داسي یو شخصیت دی چي قرنونه وروسته چي کله زموږ د ټولني فکري سطحه لوړیږي نو د استاد افکار به تعبیریږي، تشرېح کیږي اوخپریږي . د استاد د خپلي خبري سره په سمون:

یعقوب په یوسف پسي سو ړوند عجیبه نه ده
کیسه کوه د هغو چي اولس پسي ړندیږي.

د ادیبانو او شاعرانو د ذوقونو سترګي به پسي ړندیږي.

 دا غمجني او تسلیتي کرښي چي لیکم ذهن مي د سپوږمۍ راډیو د سټوډیوپه مایکونوکي د استاد د یوې څلوریزي ازانګې کوي:


چي نه راګوری زما و لورته
بتۍ او شمي مه راوړی ګورته
ستاسي دستور دی مړي پر سر وړئ
ژوندي مو نه کړل له خاورو پورته.


استاد ته جنتونه، کورنۍ او ماغوندي دوستانو ته تسلیت غواړم.
ډیري خبري مي پر زړه پاته دي....

هارون حکیمي - کابل