دی ميرات وطن کی هر پسرلی مړ وی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58290
زرغون شاه شينواری
دخبریدو نیټه : 2014-01-13

دی ميرات وطن کی هر پسرلی مړ وی

جنازو ته يي خزانونه ځی راځی

د وطن په خلکو ، خاوره، خپلواکۍ او سر لوړۍ د ميين شاعر او ليکوال محمد صديق پسرلی مړينه د ژوری خواشينۍ څخه ډکه پيښه ده.

د هيواد ډير استوګن ارواښاد پسرلی په نظر ، کلام، قلم او ادب پيژنی خو مونږه په عمل پيژانده.

هغه د خپل خواږه وطن افغانستان په خاطر د مهاجرت چاپيريال او د پيښور دويری ډارڅخه ډکو تنګو تودو کوڅو کی تر پايه سم افغان او مسلمان پاتی شو.

د(( سپيدی مجله )) يي ښه بيلګه ده.

د خپلو ملګرو کورنۍ او د اريانا افغانستان د نړی والی ټلويزیونی شبکی په استازيتوب پسرلی صاحب ته د لوی څښتن څ خه جنتونه ددوی غمجنی کورنۍ ته د زړونو صبرونه او د افغانی ادب مينه والوته اجرونه غواړو.

لاس انجلس د اريانا افغانستان نړی واله ټلويزيونکی څانګه د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ (( ۱۲)) نيټه