د هغه ژبه او قلم کې ريا نه وه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58300
ع، شریف زاد
دخبریدو نیټه : 2014-01-14


زمونږ د ټولنې فرهنګي طبيب، خواخوږئ او فرهنګپال پسرلئ، اديب او شاعر. هغه پښتون چې پښتانه ېې په پښتو سره پېژندل. د هغه په سوچو نو کې کرکه نه وه .هغه باندې د ټول افغا نستان قومونه ډير ګران وه دمشرا نو مشر،دکشرانو قدرمن، دملي شخصيت خاوند او د ژوندانه په ټولو پېچومو کې متواضع او هره برخه کې ېې دخلکو درناوى او عزت درلود.
ماته په يوه ډير ستره ادبي غونډه چې په پيښور کې د افغا نستان د ليکوالو، پوهانو لخواجوړه شوې وه او په غونډه کې د پښتونخوا ستر غړي هم وه مونږ له نږدې څخه سره خبرې وکړي ده له ما څخه څو پوښتنې وکړې زه پوه شوم چې زما خبرې په ده ډيرې ښې ولګيدې ما ته ېې په کلکه وويل چې ته به حتما زمونږ کره راځې خو له بده مرغه وخت يارى ونه کړه او مونږ بيا ونه ليدل. دلته زه د هغه يو لنډه لطيفه راوړم چې ده د خبرو په لړ په پښتنې لهجه کې مونږ ته وويل چې : يو پا چا د يوه شاعر څخه ډير خفه شواو د ننه په دربار کې ېې ستوغې او سپورې وويلې شاعر چې ډير متواضع او حليم شخص وه په ځواب کې ېې پاچا ته وويل چې : اى د سخا او مهرباني ورېځې ددې تالندې او بريښنا څخه وروسته زه د باران منتظريم!پاچا ددې نادرخيالي څخه ډير خوښ شو او هغه ته ېې انعام ورکړ.
هغه وويل چې غيرت، مېړانه، او ښه سلوک د هر پښتانه لپاره ملي احساس ګڼل کيږي او په هرځاى کې د منلو وړ دى.
استادد پښتو ژبې په مخکښانو کې دادب او فرهنګ د ميدان نوميا لئ دى چې ژبه ېې يوه ځانګړې خوږ تيا لري.
دخپلې ټولنې اخلاقي معيار ډير ښه مراعات کاوه او په فرهنګي لحا ظ په وطن مين نقا د وه او د ټولنې په ټولو ابعادو کې ما هر او منلئ استاد وه.ما سر ه دا ستاد تحفه چې د( سپېدي) په نامه ده تر اوسه شته چې د نوموړي ډير ښايسته نقد او اثر په کې پروت دى.
زه د هغه مړينه د افغانستان لپاره يوه ستره ضايعه ګڼم او ځاى به ېې تل زمونږ لپاره خالي وى لوى پرورد ګار دې د هغه روح ښاد او جنتونه دې نصيب شي قالو: انا لله او انا اليه راجعون. صدق الله العظيم.. لوي خداى (ج) د ا ستاد کورنۍ ته، مونږ اوتاسې ټولو ته صبر جميل راکړي
 په بشپړ در ناوي