١٦ تنو ته د لمانځني تقدير نامې ورکول سوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58347
جواد
دخبریدو نیټه : 2014-01-17

 

هغه غونډه چي په کابل کي د کائينات څېړنيزي مرکز له خوا جوړه سوې وه په کابل کي د ميشتو د لوى کندهار اوسېدونکو له منځه څخه (١٦) تنه د قدر وړ کسان د ستايني لپاره ټاکل سوي وه او هر يوه ته د وړتيا له مخي د ستايني ايوراډونه ورکول سول، د کائينات څېړنيز مرکز رئيس او د کابل پوهنتون استاد ښاغلي محمود مرهون په دې ناست کي خبريالانو ته وويل چي دا ګام يې د دې لپاره اخستى چي خپل وړ کسان هيوادوالو ته ور و پېژني او په دې وسيله سره د خپلي خاوري او اولس لپاره له ياده وتلي اتلان خلګو ته ور په ياد کي په دې غونډه کي پر دې ١٦ تنو سربېره ٢٥ تنو فارغينو ته چي د کابل ولايت له بېلابيلو پوهنتونو څخه فارغه سوي وه هم جايزې ورکول سوې.
 ښاغلي مرهون په خپلو څرګندونو کي زياته کړه چي دا ډول غونډه به په هره شپږو مياشتو کي تر سره کوي او ټولني ته به ټولنيز اتلان ور و پېژني ياد سوي کسان يو په بل پسي ښاغلي عبدالباقي پوپل،ښاغلي حاجي کليم الله نقيبي،حکمت خليل کرزى،عبدالرحيم ايوبي،حاجي ميرويس عليزى،محمد طاريق عصمتي،مسعود احمد عزيزي،ننګيالى قلاتوال،جميل احمد کرزى،حاجي مختار احمد رشيد،نعمت الله ارغندابى،رحمت الله قريشي،خان محمد افغان،شاه محمد خپلواک او عبدالله مصباح وه.
 په دې ناست کي د لوى کندهار په سلګونو کسانو ګډون کړى و.
د غونډي خاص مېلمانه ښاغلى سرد محمد نادر نعيم،ملاعبدالسلام راکټي،معلم محمد انور اسحق زى،مشاور وزير ښاغلي اينجينر محمد يوسف پښتون او ډاکټر غلام جيلاني همايون وه.
 د غونډي برخوالو ښاغلي ډاکټر غلام جيلاني همايون،مشاور وزير اينجينر محمد يوسف پښتون او ملاعبدالسلام راکټي وويل چي په تېرو ٢٠ کلونو کي د لومړي ځل لپاره په دونه زيات شمېر د لوى کندهار اوسېدونکي پر يوه ټغر راټول سوي او د خپلو کدرنو ستاينه کوي.ياده غونډه د عايې په ويلو او روغبړ پاى ته و رسېده.