د ٬٬کوچنئ شهزاده٬٬ د کتاب پښتو ژباړه دوهم ځل چاپ سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58381

دخبریدو نیټه : 2014-01-22


دفرانسوي کلاسيک ليکوال سانت دواکزوپيری د ‎«‎‎کوچنئ شهزاده » افسانوي رومان چی ډاکټر عبدالباري په پښتو ژباړلئ او په  ۲۰۰۷ کال د جرمني د هايدلبرګ ښار د Tintenfass خپرندويی مؤسسې له خوا چاپ او نشر سوئ وو،د پاريس دEditions Gallimard خپرندويی مؤسسې څخه ددې ژباړي د دوهم چاپ د امتياز  تر لاسه کولو وروسته په تيره سپتامبر مياشت کي د جرمني تينتن فس خپرندويي مؤسسې او په کابل کي د عازم د مطبعې او انتشاراتو له خوا په ګډه توګه دوهم ځل چاپ شو او د کتابونو د نړیوال ستندردلاندي شمیرې يې ثبت او ریجستر سویدي.
په افغانستان کې:  ISBN:978-9936-602-12-0  
په جرمني کي: ISBN:I978-3-943052-48-0  
 په افغانستان کي دغه کتاب پرلاندی ادرسونو تر لاسه کيدلای سي:  
په کابل کي: د عازم مطبعه او انتشارات: 
پته: د کابل پوهنتون ليليې ته نږدې، د سيلو پنځم سړک
د مبايل شميرې:0799572817 او 0777280210 ، الکترونيکي پست: aazem.pp@gmail.com
یا :
د علامه حبيبي کتاب پلورنځئ
پته: د صدارت څلور لاري ته نږدې، د کابل ولايت مقام ته مخامخ ، د مبايل شميره: 0700289577
الکترونيکي پست: habibibooks@hotmail.af
په کندهار کي: افغان کتاب پلورنځئ، مددخان چوک
په جرمني کي او نورو اروپايی هيوادونو کي د کتاب مينه وال  کولای سي مستقيماً دتينتن فس خپرندويي مؤسسې څخه دغه کتاب دلاندي  اي- ميل د لاري وغواړی: mailto:info@verlag-tintenfass.de اويا هم د خپلي نږدې کتاب پلورنځئ  څخه د  ISBN:978-3-943052-48-0 په ښودلو سره کتاب تر لاسه  کړي.

د يادولو وړ ده چي که څه هم دغه کتاب د عنوان له رويه د کمکيانو په کتابونو کي شميرل کيږي ، خو د محتوی له نظره د لويانو د لوستلو دپاره دئ. دغه وړوکئ رومان لوستونکي ژور فکر او تأمل ته رابولي. ليکوال د يوه تخيلي ماشوم د معصوميت او پاک احساس له نظره د لويانو  دژوند طرز، خیالونه او کړه وړه  سپوڼي،هغه چي اکثره پر بشري حرص ،ځانځانیتوب او مادياتو باندي اتکأ لري او بشري عاطفه او احساس يې د پامه اچولئ وي. په دې رومان کي که کوچنئ شهزاده د بائوباب  د وني څخه سخت په بيره کي دئ  او وایی چی ٬٬که د بائوباب پر یوه کوچنۍ سیاره لاس بر سي،نو جرړي تر وباسی او ټوله سیاره وچاودي٬٬ مقصدیې د فاشيزم او مليټاريزم څخه وو چي د دوهمي نړيوالي جګړې باعث او پخپله ليکوال هم ددې فاجعې قرباني سو. کيدای سي نن ورځ يې لوستونکئ دخپل تحلیل سره سم د خپل وخت تباه کونکي  او کرکجني پديدې سره تشبه کړي چي جهاني سوله يې د جدي خطر سره مخامخ کړې او د نړۍ ډير اولسونه يې د ابدي ناورين او تباهۍ سره مخامخ کړيدي. د دې وړوکي افسانوي رومان  ټولنيزو، اخلاقي او فلسفي نازکخياليو د نړيوالو زړونه د ځان کړيدي او د همدې امله دئ چي د ۱۹۴۳ کال یعني په پاریس او نیویارک کي د لومړي چاپ راهيسي  په نړۍ کی تر۲۲۴ زياتو ژبو او لهجوژباړل سویدئ ، چي ددې ژباړو په هکله لاندي دوې ځانګړي ویبپاڼي د یادولو وړ دي. لومړۍ ویبپاڼه د جرمني د Halle د پوهنتون د جرمني ژبي د ادبیاتوپه پوهنځئ اړه لري او دوهمه ويبپاڼه هم په جرمني کي د ې کتاب دیوه مینه وال شخصي ویبپاڼه ده.   
 http://www3.germanistik.uni-halle.de/prinz/karten/index.htm

 http://www.petit-prince.at/pp-paschtun.htm

په درنښت