ځوان شاعر خليل احمد ( څارن) لويه توره کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58434
محمدابراهيم ( سپېڅلى)
دخبریدو نیټه : 2014-01-26

څارن صاحب د کندهار ولايت د نېش ولسوالۍ د يوداسي شاعر ( مولانا شاه پسند) د شعر جونګ ( زادالراحلين و تنبيه الغافلين) له قلمي بڼي څخه کتابي بڼي ته اړولى دى.
 همدارنګه يې د ژوندليک، سموون او سريزي ليکلو زيار هم ګاللى دى.
مولانا شاه پسند هغه شاعر دى، چي د پښتانه شعراء په درېيم ټوک کي علام رشاد بابا هم ياد کړى دى.
 ياد شعري جونګ ١٨٤ مخونه لري، چي په کندهار کي د مکتبيه معصوميه لخوا خپور سوى دى.
 ګران خليل احمد ( څارن) ته د لانورو داسي درناوي وړ خدمتونو هيله کوو.