خدای دي خير ورکي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58499

دخبریدو نیټه : 2014-01-31

خدای دي خير ورکي ښادمن ګام چي د امتياز څښتن يې ملي سوداګر حاجي حکمت الله ښادمن دی، د خپلو خدای پاري او خيريه فعاليتونو په ترځ کي يې دا دی د کندهار د فوټبال فدراسيون له ادارې سره هم د (۱۳۲۰۰۰) يو لک دوودېرش زرو افغانيو په ارزښت پرنېچر، کمپيوټرونه، پرينټر او يو لړ نور د اړتيا وړ اجناس د مرستي او کومک په توګه په واک کي ورکړل، چي د يادي ادارې مسؤلين يې کړې مرسته حياتي بولي، د منني تر څنګ ژمنه کوي، چي ددغو مرسته سوو اجناسو څخه به د ښې ساتني ترڅنګه اساسي کار واخيستل سي.