«دفردوسي شاهنامه» پښتومنثوره ژباړه چاپ سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58517
عبدالرشید هاوند
دخبریدو نیټه : 2014-02-02

     :


 ګران لوستونکي به دحکیم ابوالقاسم فردوسي نوم چه دغزنوي سلطان محمود ددربارمشهوره عالم ادیب اوشاعرؤ اوریدلی وي نوموړي دفارسي دري ژبي یوپرتمین منظوم اثرچه په کلتوري ادبي اوتاریخي لحاظ زیاد اهمیت لري دشاهنامي پنامه ولیکئ چه د«فردوسي دشاهنامي» پنامه یی زیاد شهرت پیداکئ .
فردوسي پداسي وخت اوحالاتوکي ژوندکاوه چه عربود خپلي سلطي ددوران کلتوري تأثیرات مسلطه پري ایښي وه ، په هغه وخت کي دا دود ووچه لیکوالانواوشاعرانوبه خپل آثارپه عربي اویاداسي یوه ملي ژبه لیکل چه کلمات اولغات به یی اکثره عربي وه . ولې دهیواد پوهانولیکوالانواو شاعرانوحتی حکمرانانودخپلواکۍ غوښتني دروحیي په اثرددي وضعي څه ډیر تکلیف اورنج وړئ اوپدي فکرکي وه چه څنګه خپله ژبه دپردیوله رواج اوتأثیراتوڅخه آزاده کړي؟ په همدې دلیل یی ودربارونوته مخه کړه چه هم دحاکمانواوامراؤتوجه ودغه ملي وجیبي ته راوګرزوي اوهم دخپل شخصي ژوندانه دستونزودپاره مرستي وځانونوته را جلب کړي .
فردوسي هم ددي مفکوري په پیروي لمړی ددرباره سره دشاهنامي په لیکلوکي مشوره وکړه اودهغوی دتاییداوتشویق وعده یی حاصله کړه بیایی دشاهنامي په لیکلودیرش کاله دستونزوډک زحمت وګالۍ ترڅو د پنځوسو زروبیتونوڅخه زیاددغه پرتمین اثرتخلیق کړ .
فردوسي دآریایانود زرو کلوپخوا فولکلوریکي حماسې کیسې اونکلونه راټول کړه او په یوه سچه خوندورفارسي دري شعرباندي یی واړول چه نن موږهمدغه شاهکاراثر دفردوسي دشاهنامي پنامه پیژنو .
دفردوسي شاهنامه دژبنیزاهمیت لرویه دنړۍ په مهموژبوژباړل سویده ولي موږیی په پښتوژبه کي ژباړه نه درلودل اوداځکه چه زموږاکثره لوستي پښتانه دااثردځان اوخپل هیوادنه باله داڅه چه حتی ویلوته یی لازړه نه ښه کاوه .
دپښتنودخبرتیادپاره په پښتوژبه دشاهنامي ژباړل ځکه ضروري وه چه هغوی باید دااثردخپل هیواد کلتوري میراث وګڼي اودخپل تیرتاریخ دویاړونواودکلتوري یرغلګرودشوموعزایموڅخه باخبره واوسي .
ډاکټرصالح محمدزیری زموږدهیوادوتلئ اوژمن لیکوال داپرتمین اثردمحبوبي کاشاني دمنثوري شاهنامي څخه چه په ۱۳۸۲ش کال یی له نظم څخه نثرته اړولي وه په پښتووژباړل او اوس همداپښتوشاهنامه په ۶۳۳ صفحوکي په ښه صحافت سره چاپ سویده . دکتاب په آخره کي دډاکټرصاحب لنډه پیژندنه دده دعکس اوچاپ سووآثارودلست سره یوځای راغلي دي .
ډاکټرصاحب دفردوسي دشاهنامي همدغه پښتوژباړه وخپلي مور، خپلو شهیدومیرمني لوراوزوی اودهیوادټولوشهیدانوپه عنوان اهداء کړیده . محترم مطیع الله روهیال دکندهاروتلی صحاف اولیکوال یی کمپیوټري کمپوزاوډیزاین ترسره کړی اودعلامه رشادبابا دخپرندویه ټولني دمشرپه حیث یی یادداښت هم پرلیکلی دی . داژباړه دعنوانونویواوږدفهرست لري چه ترهغه وروسته ډاکټرصاحب دیوي مفصلي څړنیزي سریزي په وسیله شاهنامه معرفي کړیده اودکلتوري یرغلګروهغه دلایل اومنطق یی بابیزه بللي دي چه دکلونوپه هاخوایی ددي اثرد لوټوني دپاره ویلي اولیکلي وه . زه تاسو ددغه پرتمین اثروویلوته رابولم ترڅوپدي برخه کي ستاسوعلمي تنده ماته سي .
البته نوموړی کتاب به تاسوپه نژدي ورځوکي ممکن دکندهاردکتابفروشیو له لاري په لاس راوړئ .