کرکټ : د اسيايي لوبو اتلولي سريلانکا تر لاسه کړل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58930
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-03-08

د کرکټ لوبي په اسيايي سياليو کې سريلانکا پاکستان ته په ماتي ورکولو سره اتلولي وګټل .

دا سيالۍ د بنګله ديش په ډهاکه کې تر سره کيدلي چې افغانستان ، پاکستان ، هندوستان ،  سريلانکا او بنګله دیش هيوادونو  ګډون پکښي کړی وو .

د سياليو وروستۍ لوبه نن سريلانکا د پاکستان سره وکړل ، پاکستان سريلانکا ته په پنځوس اوره کې ۲۶۱ منډي هدف وټاکه چې سريلانکا پوره کړ او د دې سياليو اتلولي يې تر لاسه کړه .

په سياليو کې افغانستان بنګله ديش ته په ماتي ورکولو سره ښه وځليد .