زابل: طالب قومندان ددولت سره یوځای سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59012

دخبریدو نیټه : 2014-03-18

 

په زابل کې دوسله والو طالبانو یوسیمه ایز قومندان ملاداود ددولت سره تریوځای کیدو وروسته درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي دوسله والو طالبانو ترمنځ بې اعتمادي، ژور اختلافات او په ټاکنو کې دګډون په موخه ددولت سره یوځای سو او دهغه په خبره اوس ډیری وسله وال طالبان سوله غواړي اونور دجنګ څخه ستړې سوې دي.
ښاغلی ملاداود وايي چي دتیرو ۸ کلونو راپديخوا دوسله والو طالبانو سره یوځای ددولت او نړیوالو په وړاندي جنګیدی خواوس نور پرخپلو کړنو پښيمانه دی او دټولو وسله والو څخه غوښتنه کوي چي دسولې پروسې سره يوځای سي.

دزابل امنیت امر سمونوال غلام جیلاني خان فراهي وايي چي ترزیاتو هڅو وروسته پدې وتوانیدی چي ددولت سره ددې ولایت یوسیمه ایز قومندان یوځای کړي او دهغه په خبره ددې وسله وال طالب ددولت سره یوځای کیدل دسولې پروسې او ټاکنو دپاره یو اړین ګام بلل کیږي.
دپامه دې وتلې نه وي ، په زابل کې دالمړی ځل دی چي دوسله والو طالبانو یوسیمه ایز قومندان ددولت سره یوخاي کیږي.

احمدولي سرحدي