ننګرهار:د اشرف غني احمدزي د غونډي خبرتیا او بلنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59102

دخبریدو نیټه : 2014-03-26

 د سیمه ییزو،ملي او نړیوالو رسنیو قدرمنو استازو او دفترونو!


ټاکل شوې ده،چې سبا پنج شنبه  د ختیځ زون په کچه د لسګونه زرو تنو په ګډون د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر محمد اشرف غني په پلوۍ پراخه او پرتمینه غونډه جوړه شي.
دا غونډه د ګڼو ټلویزونونو او نورو رسنیو لخوا په ژوندۍ بڼه خپریږي،له تاسې هم هیله کیږي،چې د لا ښه خبري پوښښ په هدف زموږ لاسنیوی او مرسته وکړئ!


د غونډې وخت:د سهار اته بجې
ځای:د بهسودو پول ترڅنګ نوی ورزشي لوبغالی-جلال اباد

د ختیځ زون د کمپاین مطبوعاتي مسول:ارشاد رغاند