د حلوا خلته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59112

دخبریدو نیټه : 2014-03-27

یوه شپه یوه مېرمن څو ساعته په هوايي ډګر کې د پرواز په تمه ناسته وه. د خپلې بوختیا لپاره یې یو کتاب او یو قطی مغزی حلوا و پیرودله ترڅو وخت پرې ښه تېر شي. په چوکۍ کې ناسته او په کتاب کې بوخته وه او ترڅنګ د حلوی قطی ته به یې لاس ور اوږد کړ او یوه ټوټه حلوی به یې را خولې ته کړه، هغه وخت یې خپل څنګ ته پام شو، چې یوه کوچنۍ نجلۍ یې ترڅنګ ناسته او له قطي څخه یې یوه ټوټه حلوی وتښتوله. ښځې پرې لومړی ځان ناګاره کړ. خو د وخت په تېرېدو سره نجلۍ بیا د نوموړې ترڅنګ کېناسته او بیا د حلوی په خوړو کې ورشریکه شوه. نوموړې ښځې له ځان سره وویل که چېرې لوستې او د غوره اخلاقو خاونده نه وای نو ښايي ان په سر کې مې دې سپین سترګې نجلۍ ته سترګې برګې کړې وای. نجلۍ همداسې په توبت سره یوه یوه ټوټه را اخیسته او د هرې ټوټې په را اخیستو سره یې د ښځې سترګو ته کتل. کله کله به یې یوه خبره هم ورته وکړه. په پای کې نجلۍ دواړه لاسونه په قطی ټیټ کړل او له نازکې مسکا سره یې حلوی دوې برخې کړه، یوه یې خپله واخیسته او بله یې نوموړې ښځې ته ور نږدې کړه.
ښځې هم خپله برخه ژر را واخیسته او له ځان سره په فکر کې شوه: "دا بې شرمه نجلۍ څومره بې ادبه ده، لږ تر لږه له ما څخه د حلوی مننه هم نه کوي". په دې کې د نوموړې د پرواز اعلان وشو او ښځې خپل بیکونه سره راټول کړل الوتکې ته د ختلو دروازې ته روانه شوه، یو ځل یې خپل ځای او هغه نجلۍ ته هم تر شا را ونه کتل. د خپل ټکټ په ښودلو سره لاړه په خپله ټاکلې چوکۍ کې آرامه کېناسته او کتاب یې په بیک کې کېښود خو ښه نه ځایېده چې په بیک کې یې لاس ورکښته کړ، د حلوی قطی په لاس ورغی او هکه پکه شوه، یا الله! هغه بل قطی حلوی لکه چې د همغې نجلۍ وه. بلکې دا بې شرمه او بې ادبه ښځه زه وم، چې بې اجازې د هغې په حلوی کې ورګډه شوې یم!
موږ هم په ژوند کې ډېر ځله په ټوله پيمانه په دې باور یو، چې هغه کار په ښه ډول ترسره کېږي، چې موږ یې ترسره کوو خو وروسته معلومېږي، چې هغه کار سم نه وي. ډېر ځله مو خپل نظر ښه بللی او د نورو خبرې او نظریې مو غلطې بللې او په دې اړه مو بې ادبي هم ترسره کړې خو وروسته معلومه شوې، چې زموږ نظر او خبره سمه نه وه بلکې له حق څخه لرې وو.
له همدې ځایه ده، چې موږ باید په بل چا د حکم او فیصلې له ترسره کولو څخه مخکې دوه ځله فکر وکړو او راځئ ددې پر ځای چې په بل چا د غلط او ناسم ګمان کولو او یا هغوی ته دناسم څه ویلو پر ځای هغوی ته زر ځله فرصت ورکړو.