ارزګان: درې ملکي ښځي وژل شوي او دوه تنه ټپيان شوي دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59130
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-03-29

د ارزګان ولايت د چنارتو ولسوالۍ چارواکي خبر ورکوي چې دلته د وسله والو طالبانو په ډزو کې درې ښځي وژل شوي او  يو نارينه او يوه بله ښځه ټپيان شوي دي .
د ولسوالۍ ولسوال معلم فيض محمد وايې  ، پيښه تيره ورځ د چنارتو ولسوالۍ د لاسو په سيمه کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې وسله والو طالبانو د ملکي خلکو پر موټر د ناڅرګند دليل له مخي ډزي وکړې .
ولسوال وايې موټر د ولسوالۍ مرکز ته هغه ښځه وړل چې د ولادت وخت يې وو ، په پيښه کې د ناروغي ميرمني په ګډون درې ښځي وژل شوي او يوه ښځه او موټر چلوونکی ټپيان شوي دي .
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .