خدایه‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59175
ظفرخان درانی‎
دخبریدو نیټه : 2014-04-02


ستا په لویه بادشاهی کې
 دا وړوکې خدایان چې
 ترې نړی اخیستی اور دی
 ته درواخلې لویه خدایه!
نور مو تنګې حوصېلې شوې
 نور به وینې په غورځنګ شې
 یا به سر د غلیم پرې وې
 یا به بورې، یتمان شې
 دا خو ټول د ستا مخلوق دی
 بیا به ته ناراض وې خدایه !