غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59182
محمد عثمان څولیزی‎
دخبریدو نیټه : 2014-04-03


 راشه زما پـــــه پاکه مینه یو غزل ولیکه
 رنګونه پرېږده زما په وینه یوغزل ولیکه
 جنګونه ورک شه له ناخوالو بدمرغیو سره
 قلم راپورته کړه شیرینــــــه یوغزل ولیکه
 کړه تورتمونه ورک د جهل دروازې وتړه
 شه لږ روښانــــه تک سپینه یوغزل ولیکه
 وطن ککړ دی په باروتو او عفونیاتوباندې
 سپیلني دود کــــړه لونګینه یوغزل ولیکه
 بې انډولـۍ او تعصباتو مو وطن برباد کړ
 افغانان یو کړه بس وزمینه یوغزل ولیکه
 خوښه دې خپله څولیزیه چې لیکې اوکه نه
 سولې او امن ته اخرینه یوغزل ولیکـــــه