په لمانځه کي د سورتونو د بې ترتيبه ويلو حکم :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59188

دخبریدو نیټه : 2014-04-04

مدتي اين مثنوي تاخير شد    مهلتي بايست تا خون شير شد

په لمانځه کي د سورتونو د بې ترتيبه  ويلو حکم  :

پوښتونکی  :

ډاکټر عبدالرازق ترين /کراچي /پاکستان .


پوښتنه   :  محترم عاليقدر ابوالفضل صاحب ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، پوښتنه مي داده چي  د لمانځه په اول رکعت کي يو سورت ويل او په دوهم رکعت کي تر هغه سورت مخکي سورت ويل څه حکم لري ، ستاسي د جواب په هيله   .


الجواب وهو الملهم للصواب  :


محترمه ! په لمانځه کي د سورتونو دغسي قرائت ته معکوس قرائت ويل کيږي ، يعني د مثال په ډول په اول رکعت کي تبت يدا ويل او په دوهم کي اذا جاء ويل دا معکوس قرآئت دی  ، زموږ په حنفي فقه کي دا دوه ډوله حکم لري  :
لومړی  : په فرضي   او واجب لمانځه کي معکوس قرائت مکروه تحريمي دی ، او د دغسي لمانځه راګرځول واجب دي ، ځکه دا د فقه قاعده ده چي هر هغه لمونځ چي له کراهت تحريمي سره ادا سي نو د هغه اعاده واجب ده  .
دوهم :  په نفلي لمانځه کي منکوس قرائت ويل غير مکروه دی او پروا نه لري .
فائده  :  په پورته حکم کي امام او منفرد دواړه برابر دي   .


عربي عبارت  :
قال في الدرالمختار : وَيُكْرَهُ الْفَصْلُ بِسُورَةٍ قَصِيرَةٍ وَأَنْ يَقْرَأَ مَنْكُوسًا إلَّا إذَا خَتَمَ فَيَقْرَأُ مِنْ الْبَقَرَةِ ......... وَلَا يُكْرَهُ فِي النَّفْلِ شَيْءٌ مِنْ ذَلِكَ .
 وقال الشامي في شرحه : بِأَنْ يَقْرَأَ الثَّانِيَةَ سُورَةً أَعْلَى مِمَّا قَرَأَ فِي الْأُولَى لِأَنَّ تَرْتِيبَ السُّوَرِ فِي الْقِرَاءَةِ مِنْ وَاجِبَاتِ التِّلَاوَةِ ؛ وَإِنَّمَا جُوِّزَ لِلصِّغَارِ تَسْهِيلًا لِضَرُورَةِ التَّعْلِيمِ  ط .