اياپه لمانځه کي د سورت بې ترتيبه ويل سهواهم مکروه دی؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59189
ابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2014-04-04

 

مدتي اين مثنوي تاخير شد    مهلتي بايست تا خون شير شد

اياپه لمانځه کي د سورت بې ترتيبه ويل سهواهم مکروه دی؟

پوښتونکی  :
مولوي عبدالستار  /قندهار /افغانستان .


پوښتنه :


جامع المعقول والمنقول مولانا ابوالفضل صاحب ته اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ستاسي قدرمن څخه هيله لرم چي زما د پوښتني جواب راکړئ ، پوښتنه مي داده چي په لمانځه کي که په اول رکعت کي يو سورت او بل کي تر هغه مخکي سورت وويل سي نو به څنګه وي ، او که ګناه وي نو ايا د سهو او غلطي په صورت کي هم ګناه بلل کيږي  ؟


الجواب    :
محترمه ! په فرضي او واجب لمانځه کي داسي کول مکروه دي ، په دې هکله يوه بل ورور هم پوښتنه کړې وه نو د پوښتني نور تفصيل دي همالته وکتل سي ، خو ستا په سوال کي دوهمه پوښتنه  د قصد او سهو په هکله ده  ، يعني که دغسي کار يو چا په سهو يا هيره سره وکړ نو هم به مکروه وي ؟
ددې جواب دادی چي يا ، بلکي يواځي د قصد په صورت کي دغه لمونځ مکروه ګرځي  ، او که چا ته وروسته له هغه ورياد شول چي په سورت يې پيل کړی ؤ نو غوره دادی چي سورت تر پايه ورسوي  ، نه دا چي پر هماغه ځای يې پريږدي او بيرته وروستی سورت شروع کړي  . 

 
لکه چي په (الدرالمختار) کي راغلي دي :   
وَيُكْرَهُ الْفَصْلُ بِسُورَةٍ قَصِيرَةٍ وَأَنْ يَقْرَأَ مَنْكُوسًا إلَّا إذَا خَتَمَ فَيَقْرَأُ مِنْ الْبَقَرَةِ .وَفِي الْقُنْيَةِ قَرَأَ فِي الْأُولَى الْكَافِرُونَ وَفِي الثَّانِيَةِ - أَلَمْ تَرَ - أَوْ - تَبَّتْ - ثُمَّ ذَكَرَ يُتِمُّ وَقِيلَ يَقْطَعُ وَيَبْدَأُ ، وَلَا يُكْرَهُ فِي النَّفْلِ شَيْءٌ مِنْ ذَلِكَ .
وقال الشامي رحمه الله  :
أَفَادَ أَنَّ التَّنْكِيسَ أَوْ الْفَصْلَ بِالْقَصِيرَةِ إنَّمَا يُكْرَهُ إذَا كَانَ عَنْ قَصْدٍ ، فَلَوْ سَهْوًا فَلَا كَمَا فِي شَرْحِ الْمُنْيَةِ . وَإِذَا انْتَفَتْ الْكَرَاهَةُ فَإِعْرَاضُهُ عَنْ الَّتِي شَرَعَ فِيهَا لَا يَنْبَغِي  .