په دوو رکعتونو کي د يوه سورت مکررول :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59191
ابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2014-04-04

مدتي اين مثنوي تاخير شد    مهلتي بايست تا خون شير شد


په دوو رکعتونو کي د يوه سورت مکررول :


پوښتونکی  :

عبدالرحيم وردګ

محترم مولنا صاحب ابوالفضل ته اسلام عليکم ورحمة الله .  زما پوشتنه داده چي  که د يو چا سورتونه نه وي په ياد ايا دغه حوک کولای شي چي يواځي قل هوالله مثلا په هر رکعت کي وايي که يا ، او که يو څوک قصدا داسي کوي نو څه حکم لري  .
الجواب  :
په دوهم رکعت کي داول رکعت سورت مکررول مکروه تنزيهي دی ،  په دې اړه سنت طريقه داده چي په هر رکعت کي بېل بېل سورتونه د ترتيب مطابق وويل سي ، نه داسي چي په يوه رکعت په دوهم رکعت کي په مکرر ډول يو سورت ويل کيږي  .  په حقيقت کي دغسي کول د غير مقلدينو رواج سوی عادت دی  . او سنت طريقه ددې خلاف ده   .
خو که  د چا نور سورتونه نه وي ياد هغه د مجبوري له وجي کولای سي چي همدغه يو سورت چي ياد يې دی په ټولو رکعتو کي وايي   .


و في رد المحتار  :
( قَوْلُهُ لَا بَأْسَ أَنْ يَقْرَأَ سُورَةً إلَخْ ) أَفَادَ أَنَّهُ يُكْرَهُ تَنْزِيهًا ، وَعَلَيْهِ يُحْمَلُ جَزْمُ الْقُنْيَةِ بِالْكَرَاهَةِ ، وَيُحْمَلُ فِعْلُهُ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ لِذَلِكَ عَلَى بَيَانِ الْجَوَازِ ، هَذَا إذَا لَمْ يُضْطَرَّ ، فَإِنْ اُضْطُرَّ بِأَنْ قَرَأَ فِي الْأُولَى - { قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ } - أَعَادَهَا فِي الثَّانِيَةِ إنْ لَمْ يَخْتِمْ نَهْرٌ لِأَنَّ التَّكْرَارَ أَهْوَنُ مِنْ الْقِرَاءَةِ مَنْكُوسًا بَزَّازِيَّةٌ ، وَأَمَّا لَوْ خَتَمَ الْقُرْآنَ فِي رَكْعَةٍ فَيَأْتِي قَرِيبًا أَنَّهُ يَقْرَأُ مِنْ الْبَقَرَةِ