د فرضي لمانځه د ډک او خالي رکعتونو ثبوت :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59192
ابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2014-04-04

 

مدتي اين مثنوي تاخير شد    مهلتي بايست تا خون شير شد

د فرضي لمانځه د ډک او خالي رکعتونو ثبوت  :


پوښتونکی  :

سراج الحق  /کنړ افغانستان  .


پوښتنه  :
له محترم مفتي ابوالفضل صاحب څخه مي پوښتنه داده چي لکه څنګه چي د فقه په کتابو کي راځي چي د فرض لمانځه لومړي دوه رکعته ډک او اخيري يې خالي به وي ، په حديثو کي ددې څه اصل سته که يا ؟


جواب  : 
محترمه وروره !  د فقهي ټولي مسائلي په شرعي دلائلو سره ثابتي دي ، په لمانځه کي دوه رکغته ډک (يعني له سورة فاتحې سره سورت ويل  او اخيري تش (يعني يواځي فاتحه ويل نه سورت) په احاديثو سره ثابته خبر ده ،  د بخاري او مسلم مشترک حديث دی  ، چي په هغه کي د نبي عليه السلام همدغسي عمل ذکر سوی دی ، چي ده مبارک به د ماپښين او ماځيګر په لومړي دوو رکعتو کي فاتحه او سورت وايه او په اخيري دوو رکعتو کي به يې يواځي سورت فاتحه ويله  .


 عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي قَتَادَةَ عَنْ أَبِيهِ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقْرَأُ فِي الرَّكْعَتَيْنِ الْأُولَيَيْنِ مِنْ الظُّهْرِ وَالْعَصْرِ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ وَسُورَةٍ وَيُسْمِعُنَا الْآيَةَ أَحْيَانًا وَيَقْرَأُ فِي الرَّكْعَتَيْنِ الْأُخْرَيَيْنِ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ [رواه مسلم ]
او په زيلعي [ج۱ ص ۱۲۲] کي راغلي دي :  وفيما عد الاوليين اکتفا بفاتحة الکتاب لقول ابي قتادة انه عليه الصلاة والسلام قرء في الاخريين بفاتحة الکتاب  .