.
د کندهار ـ کابل پر لويه لار ترافيکي پيښي پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوړل .
پيښه نن سهار نهه بجې د زابل د مرکز کلات اړوند د کاکړانو د چيني په سيمه کې د ۳۰۳ ډوله چې د بابر بس ترانسپورټ اړوند دی او سراچه موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده .
د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايې چې په پيښه کې يو تن وژل شوی دی او څلور نور ټپيان شويدي چې ټول د سراچه موټر سپرلۍ دي .
دوې ورځي مخکي پر همدې لار په شهرصفا ولسوالۍ کې د ۳۰۳ ډوله او کاسټر موټرونو تر منځ په ترافيکي پيښه کې تر څلويښت زيات کسان مړه او ټپيان شوه .