خيراتخور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59240
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2014-04-10


 بل مې په زړه اور شو خو لا اور نه دی
 لا مې په بدن باندې راخور نه دی
 هسې به مين وي تش په خوله منم
 رنګ يې لا هغسې دی تور سکور نه دی
 پروت مې دی سينه کې راسره دی زړه
 وي به خو دستا دی زما نور دی
 خان دی خو ملنګ دی د خپل قام اټک
 خير که ټولوي خو خيراتخور نه دی