په کندهار کې بې پيلوټه الوتکه لوېدلې ده .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59262
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-04-13

د کندهار د پنجوايي او ډنډ ولسواليو تر منځ  د بلندي په سيمه کې د بهرنيو سرتيرو بې پيلوټه الوتکه لويدلې ده .
د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال فضل محمد اسحاقزی د پيښي د پخلي تر څنګ وايې چې الوتکي پرون سهار وختي د تخنيکي ستونزي له امله سکوت کړی دی  او پرون سهار پوليسو موندلي وه .
ولسوال واېې چې  د شنبې په ورځ سهار لس بجې الوتکه بهرنيو سرتيرو ته سپارل شوې ده .
وسله وال طالبان وايې چې الوتکه دوی نسکوره کړې ده .