د ټاکنو کميسيون د ۲۶ ولايتونو ۱۰ سلنه قسمي پايلي اعلان کړې .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59265
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-04-13

د ټولټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې تر اوسه دوى له ټولو رايو څخه  لس سلنه رايې شمېرلې چې له مخې يې ډاکټر عبدالله ۴۱،۹ سلنه
اشرف غني احمدزي، ۳۷،۶سلنه
زلمي رسول ۹،۸سلنه
استادسیاف ۵،۱
قطب الدین هلال ۲،۷ سلنه
ګل اغا شیرزي ۲،۲ سلنه
داوود سلطانزوی ۰،۵ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.
د دغه کميسيون رييس يوسف نورستاني د وري په ٢٤مه، په يوه خبري غونډه کې ددغو پايلو اعلانولو پر مهال وويل چې دوى تر اوسه د ٢٦ ولايتونو لس سلنه رايې شمېرلې دي چې عبدالله له اشرف غني څخه درې سلنه وړاندې دى.