په کندهار کې د ملي پيوستون د پرواګرام دوه تنه ووژل شوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59273
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-04-14

د کندهار په تخته پول ولسوالۍ کې ناپيژاندو وسله والو د ملي پيوستون دوه کارکوونکي وژلي دي .
پنځه ورځي مخکي د دې ولسوالۍ د عليزو کاريز څخه د ملي پيوستون پنځه کارکوونکي تښتول شوي وه چې نن سهار وختي يې شپږ بجې د دوو تنو جسدونه وموندل شوه او درې نور خوشي شوي دي .
يوه باوري امنتي سرچينه د پيښي پخلی کوي او د تخته پول ولسوالۍ ولسوال په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .