د کوچنیانو په روزنه کې د کتاب نقش:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59282
محمد عثمان څولیزی‎
دخبریدو نیټه : 2014-04-15

 

د ماشوم روزنه او کتاب‎

 

 

    
 
Inbox
 x 
    

 

 

 

 

 

 


 

که د کوچنیانو د اړتیا وړ او مناسب کتابونه مو په واک کې وي، هرڅومره که د هغو د اغېزو په هکله خبرې وکړو بیا به هم لږې وي. خپل وړکتوب به مو په یاد وي، د هغو کتابونو اغېزه چې موږ ته لوستل کېدل یا مو په خپله لوستل لاهم په یاد لرو. نن هغه کتابونه اړین دي، چې ښوونځي ته د تګ له عمر وړاندې د ماشومانو لپاره وړاندې شوي، ترڅو هغوی له نړۍ سره برابر کړي. موږ لاهم داسې کتابونو ته اړ یو، چې واړه مو د نورو قومونو د ژوند له حالت او د هغوی له کورني ژوند سره بلد کړي.
په ورته مهال کې لوستل او اورېدل د ښکلاپوهنې د ارزښت په رامنځته کولو، چې په ټول ژوند کې به د ماشوم د ادبي لید لپاره ارزښتمن وي اغېزمن نقش لري. ددې سربېره کتاب د اطلاعاتو او معلوماتو لاسته راوړلو لپاره یوه بې سارې سرچینه ده. ماشوم له کتاب څخه هغه څه ترلاسه کوي چې پرې نه پوهېږي.

بله خوا د یو هنرمند په سترګو پېژندل شویو شیانو ته کتنه، له ماشوم سره د خپل فکر او احساساتو په بیانولو او په چاپېریال کې له شته شیانو سره د اړيکې نېولو په برخه کې مرسته کوي. هغه څوک چې له کوچني سره کتاب وايي، پلار، مور یا هم د هغه ملګری چې له ماشوم سره د کتاب انځورونه ګوري، یو داسې چاپېریال رامنځته کوي، چې د عکس العملونو لپاره اړین دی. په همدې ترتیب کم عمرو ماشومانو ته د کوچنیانو د کتاب ارزښت روښانه کېږي. موږ داسې کتابونو ته ضرورت لرو، چې څو اړخیزې موخې ولري؛ په دې ماناکه په یوه مهال کې د ماشوم تخېل بېداروي اود هغه د ښکلاپېژندنې حس روزي، د هغه عقلي او معنوي روزنې ته هم پام پکې شوی وي.
د یادونې وړ ده چې کورنۍ د ماشوم په روزنه کې د ملا د تیر مثال لري، که کوچنیان په مساعد چاپېریال یعني روزنتون یا ځانګړې موسسه کې له څو ساعته وخت تېرولو وروسته، یوې نه پاملرونکې )بې تفاوتې( کورنۍ ته ستنېږي، نو د ټولو هڅو او کوښښونو پایله به صفر وي. د روزنې د ژورو اغېزو لپاره لومړی باید کورنۍ د بې تفاوتۍ له حالت څخه بهر کړو. ځکه کورنۍ ده چې ماشوم ته په ټولنه کې د هغه د نظر څرګندولو شونتیا او امکان برابروي. همدا کورنۍ ده چې د ماشوم د شخصیت په جوړښت کې لومړنۍ اغېزې لري او په تګلاره کې یې د هرګام پورته کول به خپل تاثیرات ولري.

مطالعې ته د کوچنیانو لېوال کول!
په ښوونځي کې د کوچنیانو د بریا لومړۍ نښه په کور کې لوست او مطالعه ده. ددې لپاره چې ماشومان په کور کې مطالعه وکړي، په کور کې باید داسې بېلګه ورته موجوده وي چې مطالعه کوي. که والدین کتاب لولي نو ماشومان یې هم لوستي راځي. که کورنۍ لوستونکې نه وي، ښايي واړه یې هم مطالعې ته لېوالتیا ونلري. ددغو کوچنیانو په اند لوستل هغه څه دي چې یوازې له ښوونځي سره تړاو لري. نو ډېره ساده ده: که غواړئ بچي مو په ښوونځي کې بریالي او لوست ته لېوال اوسي او که هیله لرئ چې بچیان مو لوستونکي ستر شي؛ نو خپله هم باید مطالعه وکړئ.
طبیعي ده چې کوچنیانو ته د لوست پرمهال د کتاب د مطالبو درک کول، د خبرو د توان په پرتله کم دی. کوچنیان چې کله ښوونځی پېل کوي په سلګونه کلمو پوهېږي، خو یوازې څوکلمې ویلی او څرګندولی شي. دا ستونزه هغه مهال له منځه ځي، چې ماشومان په لوست کې لږڅه معلومات لاسته راوړي او هغه کلمې چې وړاندې یې په ویلې )شفاهي( توګه کارولې، په ترتیب سره په لیکلې بڼه وګوري. ددې سربېره د کوچنیانو د لوست کچه دهغوی د علاقې او لېوالتیا له کچې ټيټه ده. د لومړي ټولګي زده کوونکي د » بابا اوبه څښي« له مطلبه څخه د پېچلو هغو د درک وړتیا لري. خو کله چې د لوست په برخه کې د پېچلو مطالبو لپاره بسېدونکی مهارت نه لري، له ستونزو او محدودیتونو سره مخ کېږي.

د ژوند په اوږدو کې مو چې د کوچنیانو لپاره ترټولو غوره کار کوئ، یو له هغې هم په لوړ غږ سره د کتاب لوستل دي. دا کار د کوچني له زوکړې څه موده وروسته پېل اود روزنتون ترمهاله یا ترهغې وروسته هم دوام ورکولی شئ. کله مو چې ماشومانو ته په لوړ غږ کتاب لولئ، ښه موقع لاسته راوړئ چې لیک هم ورسره تجربه کړئ. په دې کار سره مو کوچنیان ستاسو ژبې ته متوجه کېږي او د اړینو مطالبو د درک په برخه کې یې هغه مهارتونه، چې په راتلونکو کلونو کې په ښوونځي کې ورسره مخ کېږي روزل کېږي.
د ماشومانو بریالۍ زده کړه، د مطالبو درک، د لغوي ساحې د روزلو اود لغتونو د تشخیص وړتیا، د والدینو له لوري په لوړ غږ دکتاب له لوست سره نېغ په نېغه اړیکه لري. ترټولو مهمه دا ده، کله چې په لوړ غږ کتاب لولئ، بچي مو وپوهوئ چې کتاب ته اهمیت او ارزښت لرئ اود کتاب لوست ستاسې د کورنۍ له مهمو تعاملاتو څخه ګڼل کېږي.


څنګه کوچنیان کتاب وېلو ته و هڅوو؟!
د کتاب لوست تاسو او کوچنیانو ته مو د هوساینې یوه غوره او ګټوره لاره ده. د کتاب مطالعه ستاسې له ماشومانو سره مرسته کوي، څو وړتیاوې یې پراختیا ومومي، لغوي زېرمه یې زیاته او نړۍ په ښه توګه درک او وپېژني. په منظمه توګه د ماشومانو له لوري د کتاب مطالعه د لیک او لوست د مهارتونو د پیاوړتیا لامل کېږي.
ډېری وګړي د ماشومانو په ژوند کې د کتاب نقش ته واقف دي، خو نه پوهېږي چې څنګه هغوی زیات لیک او لوست ته وهڅوي؟ دلته مو کتاب وېلو ته د هڅولو لپاره ځیني هغه غوره لارې چارې په پام کې نېولي دي:

1. کورته مو ډېر کتابونه راټول کړئ او خپل ماشوم ته مو شخصي کتابتون جوړ کړئ.
2. خپل کوچني ته مو کتاب ولولئ. حتماً کله مو چې ماشوم ویده کېږي هغه ته داستاني کتابونه ولولئ، ځکه دا کار د هغه د هوساینې لامل کېږي. همدارنګه دغه مهال کولی شی چې له ستړیا او ورځني کار څخه فارغ د یوبل ترڅنګ اوسئ او له یو بل سره ښه وخت تېر کړئ.
3. د سفر پرمهال مو ماشومانو ته غږیز کتابونه ورکړئ. که داستان غوره او جالب وي، ماشومان به د ځان په لور جذب کړي او حتی که تاسې خپلې ټاکلې سیمې ته رسېدلي اوسئ ترهغې چې داستان پای ته نه وي رسېدلی کوچنی مو له موټره نه پلی کېږي.
4. کله مو چې کتاب ولوست له خپلو ماشومانو سره مو د هغې په هکله خبرې وکړئ. د داستان د شخصیت په هکله مو له خپلو ماشومانو سره خبرې وکړئ اود داستان په هکله د هغوی نظر واورئ. د داستان د لیکبڼې په هکله مو له خپلو وړو وپوښتئ، ځکه دا کار ددې لامل کېږي څو ماشوم مو داستان په غور سره واوري او دا تګلاره د ماشوم د لیکنې د پاوړتیا باعث کېږي.
5. هغوی ته کتاب ډالۍ کړئ. کله کله هغوی کتابتونونو ته ځان سره یوسئ او ورته اجازه ورکړئ هر کتاب چې یې خوښ وي وټاکي او تاسو هغه کتاب خپل ماشوم ته د ډالۍ کولو لپاره واخلئ.

خپل ماشوم مو کتاب لوستی وروزئ!!
ماشومانو سره د کتاب په لوست او له هغې څخه د خوند اخېستلو په برخه کې مرسته، دمور او پلار لپاره له مهمو کارونو څخه ګڼل کېږي. دا کار ددې لامل کېږي، چې کوچنیان له خپل وخت او انرژۍ څخه په سمه توګه ګټه واخلي.
ماشومان به په ښوونځي کې د کتاب لوست زده کړي، خو که ښوونځي ته له تلو وړاندې مطالعې ته لېوالتیا ونلري نو لوست سره مینه به له لاسه ورکړي. له همدې کبله د کتاب مطالعه او د لوست د مهارتونو پياوړتیا، د کتاب مطالعې ته د کوچنیانو د لېوالتیا او مینې بنسټ ګڼل کېږي. کتاب لوست او مطالعې سره مینې ته د ماشومانو د هڅولو یوه موثره لار هم، په لوړ غږ سره هغوی ته د کتاب لوستل دي. حتی تنکي او څو میاشتیني ماشومان هم د کتاب د انځورونو په لیدو او ستاسو د غږ په اورېدلو کتاب ته لېوالتیا پېدا کوي. کله چې غواړئ په لوړ غږ سره کتاب ولولئ، داسې کتاب د لوست لپاره وټاکئ، چې تاسو او کوچنیانو ته موپه زړه پورې وي. که حس مو کړه چې کتاب ستړی کوونکی دی، له لوست څخه یې ډډه وکړئ او دجذاب کتاب په لټه کې شئ. ماشومانو ته د کتاب د مطالعې لپاره ځانګړی وخت وټاکئ، په دې توګه چې د کتاب لوست ته علاقه وښيي او له تلویزیون او نورو بوختوونکو څېزونو څخه یې حواس راټول وي.
کله مو چې ماشوم د لوست مهارتونه زده کړل ورڅخه په لوږ غږ د ویلو غوښتنه وکړئ، ځکه چې دا کار هغه د کتاب لوستو ته لېواله کوي. په کور کې د کتاب، ورځپاڼې او مجلې لرل به مو له ماشومانو سره مرسته وکړي، ترڅو د ورځنیو چارو د پېښو ترڅنګ هغه هم ولولي او دا کار د هغوی د لیدلوري د پياوړتیا لامل کېږي.
د خپلو ماشومانو لپاره مو ځانګړی کتابتون په پام کې ونیسئ، حتی که هغه یو یا دوه پوړه وي او له کتابونو یې ډک کړئ، ترڅو ماشوم مو له هغې څخه د خپل پام وړ کتاب لوست ته علاقه وښيي. که کوچنی مو ښوونځي ته د تلو وي ورته ووایاست، چې د ښوونځي له کتابتون څخه کتاب واخلي او ویې لولي؛ ترڅو دعلومو او ادبیاتو په هکله یې پوهاوی او خبرتیا ډېره شي او هغه وهڅوئ څو زده کړي چې د کتاب لوست یوه غوره بوختیا ده.
ګرانو لوستونکو منندوی مو یم چې تردې دمه له موږ سره وئ، هیله ده پورته راټول شوي معلومات مو پام وړ ګرځېدلي وي او له تاسو سره مرسته وکړي، چې څنګه مو خپل ماشومان لوست ته متوجه کړئ، لوست ته یې وهڅوئ او په دغه لیکنه کې ذکر شویو ټکو څخه په ګټنې یې د لوست پياوړتیا،مینې،هڅونې او لېوالتیا کې رغنده برخه واخلئ. ذکر شوي عنوانونه مې له مختلفو بهرنیو وېبپاڼو څخه را ژباړلي، ستاسو څخه یې د تېروتنو د بشپړتیا هیله مند یم.
په پښتني مینه