پر دغسې بااحساسه ځوان دي بې حسابه آفرينونه وي،

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59286
حمید فراز
دخبریدو نیټه : 2014-04-15

دغه ځوان، حکمت الله ښادمن، له نژدې نه پېژنم؛ ښايي تر اوسه مې روغبړ هم نه وي ورسره سوى -که څه هم څو کلونه مخکې په يوه ښار کې سره اوسېدلو- خو د يوه ملي سوداګر او شتمن په توګه يې له ځينو خيريه کارونو څخه وخت ناوخته خبرېږم: لسګونو ځوانانو ته يې په خپل شخصي لګښت د لوړو زدکړو اسانتيا برابره کړې ده، له سلګونو کورنيو سره يې وخت ناوخته زياتې مرستې کړې دي، ملي جشنونه يې جوړ کړي دي، ډېر ښوونکي يې په خپلو مالي کومکونو نازولي دي، د ډېرو اړمنو ملګرو لاسنيوى يې کړى دى. او همدا دوې-درې ورځې مخکې يې د کندهار نامتو ليکوال، څېړونکى او استاد ښاغلى عبدالرازق پالوال د درملنې لپاره هندوستان ته لېږلى دى!


پر دغسې بااحساسه ځوان دې بې حسابه آفرينونه وي، الله دې يې نور هم په داسې خيريه کارونو کي د لا لوى او سخي زړه څښتن لري!

- د کندهار نور اکثره شتمن خپلې پيسې د ورقو(قطعو) پر ټورنمنټونو ورکوي، د زامنو د ودونو لپاره څو درزنه ډمانو ته شخصي الوتکې په کرايه کوي، يا يې هم ايرانيانو ته -د چاپلوسۍ په خاطر- د مرستې په نوم ورلېږي، خو دى يې پر خپلو خلکو او د هغوى پر زدکړه لګوي!

همدې ته وايي د ده او هغوى تر منځ توپير!!