چارواکي:په غزني کې مو دپاکستاني وګړو په ګډونه ۱۵طالبان وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59288
سید جلالزی
دخبریدو نیټه : 2014-04-16

په غزني که دافغان دولت او وسلوالومخالیفینوترمنځ په نښته کي د پاکستاني طالبانو په ګډون پنځه لسو وسلوالو مخالیفینو ته مرګ ژوبله واوښته . دغزني امنیتي چارواکي وايي نښته د دې ولایت په اب بند ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته سوه ،چې ملي پاڅون کوونکي ، ملي او سیمه یزو پولیس له وسلوالو مخالیفینو دسیمي د پاکولو په موخه په ګزمه وتلي ول . داب بند ولسوالۍ دامنیه قومانداني سرپرست روحاني وویل، چې تیره شپه ددې ولسوالۍ په بادام کچه ،خوجه خېلو او غونډۍ کلیوکي د ملي پاڅون کوونکو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته سوه ، چې وروسته ملي او سیمه یز پولیس سیمي ته ورسېدل او جګړه نن له سهاره ترغرمې وغځیده ، د روحاني په خبره په نښته کي دطالبانو د یوه سرګروپ رفیع او دوو پاکستاني طالبانو په ګډون یوولس وسلوال مخالیفین او یو سیمه یز پولیس ووژل سول او شپږ نور وسلوال ټپیان سول . دده په خبره چي په نښته کې ملکیانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې. وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .