ګل اغاشيرزی : د ټاکنو کميسيون د ارګ تر اغيزي لاندي دی .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59309
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-04-19

د ولس مشرۍ ټاکنو ته نوماند ګل اغا شيرزی او د هغه پلويان تر شوي ټاکني نامشروع او د درغليو ډکی بولي ، خپله شيرزي او د لوی کندهار پلويانو يې نن په کندهار کې غونډه وکړه او د ټاکنو پر دواړ کميسيونونو يې ږغ وکړ چې په تقلب کارول شوي رايي له سمو رايو بيلي کړي ، شيرزي د ټاکنو کميسيون د ارګ تر اغيزي لاندي وباله .
د  حمل د مياشتي د شپاړسمي نيټي د ولس مشرۍ  د  ټاکنو په لس سلنه قسمي پايله کې   ، محمدشفيق ګل اغا شيرزي   د اتو نوماندانو له ډلې  شپږم ځای لري او د ټاکنو د کميسيون له لوري د  دوه اعشاريه دوه سلنه رايو ګټونکی اعلان شو خو ګل اغا شيرزی او پلويان يې ټاکني له درغليو ډکي ، د دولتي چارواکو په لاس وهنه ککړي  او د د ې ټاکنو ګټونکی د افغانستان نامشروع او دوی ته نه منوونکی کس بولي .
ګل اغا شيرزي او د کندهار ، زابل ، ارزګان ، هلمند ، فرا او نيمروز ولايتونو د پلويانو مشرانو يې نن په کندهار کې يوي غونډي ته خپل دريځ اعلان کړ .
محمدشفيق ګل اغا شيرزي د ټاکنو خپلواک کميسيون د ارګ تر اغيزي لاندي او ناخپلواک وباله ، نوموړي غوښتنه وکړه چې پاکي او ناپاکي رايي دي يو له بل څخه بيلي شي ، هغه وويل ، داسي اسناد په لاس کي لري چې د ده رايي په لوی لاس له صندوقونو کښل شوي او پر ځای يې د ځانګړو نوماندانو رايي ور لويدلي دي .
نوموړي د کندهار  يو شمير چارواکي هم په درغليو او ځانګړو نوماندانو ته په کار کولو تورن کړل خو د کوم چا نوم يې ياد نه کړ ، هغه زياته کړه چې اسناد يې د شکاياتو کميسيون ته سپارل شوي دي ، ګل اغا شيرزي د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون کارونه وستايل .
د نوموړي پلويانو چې د لوی کندهار د ټولو ولايتونو استازو يې په غونډه کې برخه اخستي وه هم ورته څرګندوني وکړي او د ټاکنو کميسيون يې يو نا خپلواکه اداره ياده کړه ، په وروستيو کې يو پريکړه ليک هم وړاندي شو چې له دولت او کميسيونونو ځخه عدلي ارګانونو ته د هغه کسانو د معرفي کيدو غوښتنه پکښي شوي وه چې په درغليو کي لاس لري .
 په ټاکنو کې د درغليو او تـقلب په اړه ادعاوي د ټاکنو کميسيون هم تر ډيره  مني او ژمنه کوي چې خپل کار په رښتينولي کوي کميسيون ټينګار کوي چې  د چا تهديدونو او فشارونو ته به يې سر ټيټ نه شي .
ټاکل شوې ده چې د ټاکنو لمړۍ پايلي به  د غوايي پر څلورمه نيټه اعلان شي .