مغرور انسان‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59314
څولیزی‎
دخبریدو نیټه : 2014-04-19

 

محمد عثمان څولیزی‎
ته له خاورو یـې پېدا غرور پـه څه کړې
 توره شپـه کې خپلو کړو تـه مرور نکړې
 دا چـې ښه دې کړي ډېـر که بدي زیاته
 تاتــه ښايي حسابـي دې ضرور وکړې
 کــه دې نن پـله د نېکو درنـه خېژي
 پــه دا چاره دې حتمي ده سرور وکړې
 که په دا دنیا دې سپکه شوه د ښو کولو تله
 ژوندون څـه مانا لري چـې ترور نکړې؟
 هر یوه لره ده غوره حسابي پـه دا جهان
 بیا دحشر له مېدان به هېڅکله فرور نکړې