د کندهار چارواکي وايي چي ددغه ولايت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ډاکټر واسع يي د درو نورو وسلوالو سره وژلی دی .
د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مينه پال وايي چي د طالبانو لخوا دکندهار والي ډاکټر واسع د درو نورو ملګرو سره دوي ورځي مخکي د کندهار د ريګستان او د هلمند ولايت په سرحد کي د پوليسو په يوه کمين کې وژل شوی دی .
د مينه پال په وينا دکندهار لپاره د وسلوالو طالبانو دغه چارواکي د جمهوري رياست او ولايتي شورا د تيرو انتخاباتو د امنيت د ګډوډولو لپاره ډير هڅي کړي وي .
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه نه دي .
ډاکټر واسع چي د طالبانو دواکمني پرمهال د سري مياشتي ريس وو څو کاله مخکي په کندهار کي ونيول شو او تر پنځه کاله بند تيرولو وروسته ازاد او بيرته د طالبانو د وسلوالي ډلې سره يو ځای شو.
.