وسله والو طلبانو د کندهار دپاره د دوی د والي ، وژنه رد کړل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59322
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-04-20

تيره ورځ د کندهار چارواکو خبر ورکړ چې د کندهار دپاره  ، د طلبانو والي ډاکټر واسع يې د دريو نورو وسله والو سره وژلی دی خو وسله وال طالبان وايې چې ډاکټر واسع اوس هم ژوندی دی او وژل شوی نه دی .
طالب وياند قاري يوسف احمدي د هغه د وژني راپور د دولت تبليغات بولي او زياتوي چې نوموړی اوس هم ژوندی او پر خپله دنده دی .
ډاکټر واسع چي د طالبانو دواکمني پرمهال د سري مياشتي ريس وو څو کاله مخکي په کندهار کي  ونيول شو او تر پنځه کاله بند تيرولو وروسته ازاد او بيرته د طالبانو د وسلوالي ډلې  سره يو ځای شو.